Homeخبرونهافغان ځواکونو په درې ولایتونو کې ۲۷ طالبان وژلي

افغان ځواکونو په درې ولایتونو کې ۲۷ طالبان وژلي

تاند (سه شنبه د جوزا ۱۷مه) افغان ځواکونو له تېرې شپې راهیسې په غزني، فراه او پکتیکا ولایتونو کې ۲۷ طالبان وژلي او ۷ نور یې ټپیان کړي دي.

افغان امنیتي چارواکي وایي، د مخامخ جګړې پر مهال یې د غزني په آبنده ولسوالي کې ۱۴ طالبان وژلي او ۷ یې ټپیان کړي، د فراه په بالابلوک کې یې ۱۰ طالبان وژلي، چې یو یې مهم قومندان دی او د پکتیکا د جاني خیلو په ژیړۍ سیمه کې یې د موخیزو عملیاتو په پایله کې د یو سرګروپ نقیب الله په ګډون درې طالب وسله وال وژلي دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې په یادو نښتو کې یې ګڼ شمېر سیمې د طالبانو او د دوی د ماینونو له شتون څخه پاکې کړي، په غزني او فراه ولایتونو کې یې د امنیتي پوستو د سقوط مخه نیولې او د بې ګناه ملکي کسانو د مرګ ژوبلې مخنیوی یې هم کړی دی.

سرچینې د غزني په آبنده ولسوالي کې د څلور سرتیرو او ولسي پاڅون والو د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ارزګان ولایت چارواکي په چوري ولسوالي کې د تازه دمو سرتېرو په مټ طالبانو ته د سختې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوي.

د ارزګان چوري ولسوالي کې تازه دمو سرتیرو ۴۰ طالبان وژلي دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...