جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد ارزګان چوري ولسوالي کې تازه دمو سرتیرو ۴۰ طالبان وژلي دي

د ارزګان چوري ولسوالي کې تازه دمو سرتیرو ۴۰ طالبان وژلي دي

تاند (سه شنبه د جوزا ۱۸مه) د ارزګان ولایت چارواکي وایي چوري ولسوالي ته تازه دمي اضافي سرتیري رسیدلي چې تر دې مهاله یې له ۴۰ زیات طالبان وژلي دي.

د ارزګان والي محمد عمر شیرزاد رسنیو ته ویلي چې اوس په ولسوالي کې وضعیت د افغان ځواکونو تر کنترول لاندې دی.

طالبانو د ارزګان د یادې ولسوالي پر امنیتي پوستو د تېرې یکشنبې له ماښام راهیسې سخت بریدونه پیل کړي وو، چې تر دا مهاله یې د ۱۵ پوستو د سقوط خبر ورکړی، هغه څه چې ځایي چارواکي یې ردوي.

ارزګان د هېواد په زړه کې پروت هغه ولایت دی چې ډیر کله ورڅخه د جګړو او نا امنیو خبرونه خپریږي.

د هوا له ګرمېدو سره سم د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو له لوري سختې جګړې پیل شوي چې هره ورځ دواړه لوري یو او بل ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعاوي کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...