جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهبغلان؛ سلګونه ځایي کسانو د طالبانو پر ضد وسله وال پاڅون کړی

بغلان؛ سلګونه ځایي کسانو د طالبانو پر ضد وسله وال پاڅون کړی

تاند (سه شنبه د جوزا ۱۸مه) ‏د بغلان ولايت سلګونه اوسېدونکو د وسله والو طالبانو پر ضد پاڅون کړی دی.

د بغلان والي محمد اکبر بارکزي ویلي، د مرکز پلخمري او ولسوالیو سلګونه مشرانو او ځوانانو وروسته له هغې د افغان امنیتي ځواکونو په ننګه او د طالبانو پر ضد وسلې راپورته کړې چې هلته د طالبانو له لوري پر ملکي کسانو او د هغوی پر کورونو او مالونو بریدونه اوج ته ورسیدل.

د والي په خبره پاڅون کوونکو ژمنه کړې، چې د افغان ځواکونو ملاتړ به کوي او په خپلو سيمو کې به د وسله والو طالبانو تروريستي فعاليتونو ته اجانه نه ورکوي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې د پاڅون کوونکو شمېر سلګونه تنو ته رسیږي، چې په سپکو او درنو وسلو سمبال دي.

دا لومړی ځل نه دی چې په هېواد کې ولسي خلک د طالبانو پر ضد پاڅون کوي، بلکې له دې وړاندې هم په بیلابیلو ولایتونو کې ځایي خلکو خپلې وسلې د طالبانو او د هغوی د ملګرو پر ضد راپورته کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب