پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهامریکايي چارواکي وايي، له پاکستان سر د اډو په اړه خبرې روانې...

امریکايي چارواکي وايي، له پاکستان سر د اډو په اړه خبرې روانې دي

تاند(سې شنبه، د جوزا ۱۸) امریکايي چارواکي وايي چې له پاکستان سره یې د اډو په اړه خبرې روانې دي.

د پنتاګون یا د امریکا د دفاع وزارت ویندوی جان کربي وايي چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته به امریکا د دغه هیواد د ګاونډیو هیوادونو له اډو د پوځي عملیاتو لپاره کار واخلي خو د پنتاګون ویندوی ونه ویل چې د کوم هیواد له اډو څخه به کار واخلي.

په همدې حال کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي چې پاکستان متحدو ایالتونو ته ویلي چې د دغه هیواد له اډو څخه کار اخیستی شي مګر په افغانستان کې د هدفونو تر ویشتلو مخکې به د پاکستان پوځ ته معلومات ورکوي.

امریکايي رسنۍ وايي چې د بایډن د ادارې چارواکي له پاکستاني چارواکو سره په دې خبرې کوي چې د افغانستان خاورې ته نژدې د عملیاتو لپاره اډه ورکړي.

امریکا تر ۲۰۱۱ م کال پورې په پاکستان کې اډې لرلې.

د پنتاګون ویندوی پرون (دوشنبه) وویل«تراوسه پورې موږ کومه اډه نه لرو چې اعلان یې کړو، خو موږ پوهېږو چې د افغانستان ګاونډیان په دې کې راسره موافق دي چې باید نړیوال تروریزم وځپل شي.»

کربي همداراز وویل، د امریکا متحد ایالتونه به په سیمه کې له خپلو متحدانو او شریکانو سره په دې اړه خبرو ته دوام ورکړي.

ویندوی دا هم وویل چې په دې خبرو کې د امرکیا دفاع وزارت، د بهرنیو چارو وزارت او استخباراتي ادارې شاملې دي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یو وار بیا وویل چې هیواد یې امریکا ته د اډې د ورکولو ژمنه نه ده کړې.

عمران خان مخکې تر دې چې د پاکستان صدراعظم شي، په افغانستان کې له امریکا سره د پاکستان د همکارۍ د دریځ سخت مخالفت کاوه.

په افغانستان کې د امریکا له حضور سره د پاکستان د مخالفت یو دلیل دا و چې په دې سیمه کې د لوېدیځ لپاره پاکستان خپل ستراتیژیک اهمیت له لاسه ورکړ خو اوس چې لوېدیځ ځواکونه له افغانستانه وځي پاکستان هیله لري چې یو وار بیا به په سیمه کې پخوانی ستراتیژیک اهمیت ترلاسه او له مرستو به برخمن شي.

1 COMMENT

  1. هله تالب جانه د جنت دروازه درته د بادار په کور کې پرانیستل کیږي، اوس دې وار دی چې د بادار له کوره جهاد پیل کړې. ژره سه تالب جانه تلوار کړه ګوره چې ځنډ ونکړې، بادار دې یو ځل بیا ته لوڅه سومبۍ پر خپل بادار پلوري ګوره چې دا ځل اجازه ورنکړې او خپل جهاد ته هلته دوام ورکړې ملا ډیزل خو به درته شل بهانې جوړوې خو ته خو په حورو پسې هر چیرې ورتلای سې او دا درته اجازه هم سته. ملا ډیزل به درته وایي چې دلتکې آین دی ګوره چې آین او پاین ته پام ونکړې. بس پخپل جهاد کې مصروف وسه هیڅکله دا هیر نه کړې چې جهاد مرز او سرحد نه مني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب