پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهمسؤلان: د کمال خان بند د اوبو زېرمه اورښتونو او موسمي سیلابونو...

مسؤلان: د کمال خان بند د اوبو زېرمه اورښتونو او موسمي سیلابونو پورې اړه لري

تاند ( سه شنبه، د جوزا ۱۸) د اوبو د تنظیم ملي اداره وایي، چې د کمال خان بند چارې ۱۰۰ سلنه بشپړې شوي او د دې بند د اوبو ذخیره اورښتونو او موسمي سېلابونو پورې اړه لري.

یاد بند، چې د ۱۳۹۹ کال د حوت په میاشت کې بشپړ او د ۱۴۰۰ کال د وري میاشت کې ولسمشر افتتاح کړ تېره ورځ يې د اوبو د کمښت په اړه د ولسي جرګې ځینو غړو اندېښنه ښودلې وه.

په ولسي جرګه کې د نیمروز ولایت استازي ګل احمد نورزاد تېره ورځ ویلي وو، چې د حکومت له لوري د کمال خان بند پرانیسته یوه نمایشي مسئله وه او اوس د دغه بند پراختیا د اوبو ذخیره او نورې چارې په ټپه ولاړې دي.

نورزاد زیاته کړې وه، چې د دوی ټولې هیلې له دې بند سره تړلې وې، خو اوس دغه بند تش په نامه دی او په کاسه کې یې اوبه نشته دي.

خو د دې څرګندونو په غبرګون کې د اوبو د تنظیم ملي اداره وایي:«کمال خان بند د هېواد یو ستر او له معنوي اړخه یو بې سیاله بند دی چې ٥٢ میلیونه متر مکعب اوبه ذخیره کوي؛ ٢.٥ میلیارد متر مکعب اوبه تنظیموي او ١٧٤ زره هکټاره کرنیزه ځمکه به خړوبوي چې په دې سره به د نیمروز ټولې خړې دښتې زرغونې او په لکونو هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره کړي.»

یاده اداره زیاتوي، د کمال خان بند پر ٥ لویو کانالونو اوس هم د ملي پراختیایي شرکت له لوري کار روان دی او ژر به یې چارې پای ته ورسېږي.

سرچینه وایي:« ټول کارونه په یوه ورځ نه کیږي؛ لوی او بنیادي پروژې وخت ته اړتیا لري. بند مو د ټولو چلنجونو او فشارونو سره سره بشپړ کړ، په کانالونو یې کار روان دی؛ له هغه وروسته به د ځمکو په وېش او کرکلي کار پيل شي.»

 د اوبو د تنظیم ملي اداره وچکالي د اوبو د کمښت لویه سرچینه بولي.

دا اداره وایي، په هرو څو کلونو کې یو ځل شدیده وچکالي را منځته کیږي، چې سږ کال د نورو کلونو په پرتله د اورښت کچه ( ٤٧ سلنه) کمه ده.

سرچینه وایي، که د اورښتونو اندازه زیاته او وچکالي نه وي نو هېڅکله به بند د اوبو له کمښت سره مخ نشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب