Homeخبرونهد پکتیا والي، په دې ولایت کې د ۵۰ طالبانو د وژل...

د پکتیا والي، په دې ولایت کې د ۵۰ طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي

تاند( دوشنبه، د جوزا ۱۷) د پکتیا والي محمد حلیم فدایي وایي، افغان ځواکونو د دې ولایت په احمدابا، مېرزاکه او زرمت ولسوالیو کې په وسله والو طالبانو هوایي بریدونه کړي.

نوموړي دا خبرې نن له غرمې وړاندې رسنیو ته کړي.

د هغه په خبره په دې بریدونو کې ۵۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

نوموړی وایي په وژل شویو طالبانو کې ۱۲ د احمدابا ولسوالۍ په جان غر، ۲۸ طالبان د مېرزاکې ولسوالۍ په کړکین خوله او ۱۰ نور د زرمت ولسوالۍ په زرګر ګودر سیمه کې وژل شوي دي.

والي حلیم فدایي زیاتوي، په وژل شویو طالبانو کې ګڼ بهرني جنګیالي هم شامل دي، خو وایي د هویت او شمېر په اړه یې کره معلومات نه لري.

د پکتیا والي وایي، په دې بریدونو کې د طالبانو یو شمېر درنې او سپکې وسلې هم له منځه وړل شوي او دغه راز  ۵ ولسي پاڅونوال اوس هم لا درکه دي.

بل لورته بیا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دوی ته اوښتې مرګ ژوبله او د دوی په لیکو کې د بهرنیو وسله والو موجودیت نه مني.

ذبیح الله مجاهد وایي، د مېرزاکې ولسوالۍ په نښته کې یې ۳ تنه وژل شوي، خو زیاتوي د افغان سرتېرو یوه پوسته یې نیولې او ۳۵ سرتیري یې وژلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...