جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهامریکا: د افغان هوايي ځواکونو، پیاوړتیا او تجهیز ته دوام ورکوو

امریکا: د افغان هوايي ځواکونو، پیاوړتیا او تجهیز ته دوام ورکوو

تاند (دوشنبه د جوزا ۱۷مه) ولسمشري ماڼي وایي، په همدې اړه کابل ته د زلمي خلیل‌زاد په مشري د راغلي ګډ پلاوي سره خبرې شوي او یاد پلاوي په دې اړه د امریکا پیغام له ولسمشر محمد اشرف غني سره شریک کړی دی.

د ولسمشري ماڼۍ د ویاند مرستیال محمد امیري ویلي: “پر نورو مرستو سربېره، د هېواد د هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره د زیاتو امکاناتو او تجهیزاتو برابرول، لکه الوتکې او نور… د راتلونکو ورځو د بحث د اجنډا له مهمو موضوعاتو دي.”

تېره ورځ هم له ولسمشر غني سره په لیدنه کې ګډ امریکايي پلاوي د نورو برخو سربېره، د افغان هوايي ځواک څخه په ملاتړ ټینګار کړی و.

امریکا داسې مهال د افغان هوايي ځواک د پیاوړتیا خبره کوي چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سر پلټونکې ادارې وړاندې په یو راپور کې اندېښنه ښودلې وه چې د امریکايي قراردادیانو له ملاتړ پرته به، د افغان هوايي ځواکونو وړتیا را کمه شي، هغه څه چې په کور دننه افغان امنیتي چارواکو ته د منلو نه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا دفاع وزارت تېره میاشت ویلي وو چې افغان ځواکونه لا هم د قراردادیانو په ملاتړ متکي دي.

د افغانستان دفاع وزارت او د هوایي ځواکونو قومنداني بیا وایي چې له ظرفیتي، مسلکي او د هوايي ځواک د کمیت له پلوه په داسې وضعیت کې دي چې کولای شي په خپلواکه توګه مسوولیت ومني او عملي یې کړي.

امریکا داسې مهال د افغان هوايي ځواک د پیاوړتیا خبره کوي چې د سولې لپاره یې هم هڅې روانې دي او د دې موخې تر لاسه کولو لپاره یې ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد لا هم کابل کې دی.

ولسمشري ماڼۍ کې له امریکا سره د ځواکونو د پیاوړتیا پر سر له بحثونو ورهخوا بیا د قطر په دوحه کې د سولې نوي پړاو خبرې لا هم نه دي پیل شوي، خو دواړه لوري ورته د بشپړ چمتووالي خبره کوي.

د دې خبرو د پیل لپاره د امریکا، قطر او ترکیې سربېره، د نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې هڅې هم روانې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب