شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهد نړۍ ۱۰۰ پخوانیو مشرانو له جي ۷ څخه د ټولې نړۍ...

د نړۍ ۱۰۰ پخوانیو مشرانو له جي ۷ څخه د ټولې نړۍ لپاره د واکسین غوښتنه وکړه

تاند(دوشنبه، د جوزا ۱۶) د نړۍ سل پخوانیو ولسمشرانو، صدراعظمانو او د بهرنیو چارو وزیرانو د ۷ ډلې له سترو شتمنو هیوادونو وغوښتل چې د کورونا وبا د مخنیوي او له دې وایرس څخه د نړۍ د خلاصون لپاره د درستې نړۍ د واکسین پیسې په غاړه واخلي.

د نړۍ دغو پخوانیو مشرانو د جي ۷ یا د اوو سترو صنعتي هیوادونو د سرمشریزې په درشل کې دا غوښتنه کړې ده.

ټاکل شوې ده چې د اوو سترو شتمنو هیوادونو د مشرانو غونډه د امریکا د ولسمشر جو بایډن او د بریتانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان او کاناډا د مشرانو په ګډون د راتلونکې جمعې په ورځ په لندن کې جوړه شي.

د نړۍ سل پخوانیو مشرانو په خپل لیک کې ویلي چې په ۲۰۲۰ کې نړیوالې همکارۍ ناکامې شوې خو ۲۰۲۱ د یوه نوي پړاو پیلامه کېدای شي.

په لیک کې دغه راز ر اغلي«جي ۷ او جي ۲۰ دې کم عایدو او یا د متوسط عاید هیوادونو ته واکسین ورکړي. دا یوازې یوه خیریه چاره نه ده بلکې د ټولو هیوادونو لپاره ګټوره ده.

د دغه لیک په لاسلیکوونکو کې د  بریتانیا پخواني صدراعظمان ګورډن براون، توني بلیر او د ملګروملتو پخوانی سرمنشي بان کي مون هم شامل دي.

دوی غوښتنه کړې چې د جي ۷ مشران، او نور مشران چې دې سرمشریزې ته بلل شوي، باید دا یقیني کړي چې په دوو کلونو کې به په درسته نړۍ کې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره شاوخوا ۳۰ ملیارد ډالره لګوي.

نظرپوښتنې ښيي چې په سلو کې ۷۹ امریکایان او بریتانیایان او په سلو کې ۶۳ فرانسویان د دې غوښتنې ملاتړ کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب