پنجشنبه, مې 16, 2024
Home+د بشر د راتلونکې تاریخ (۲۵) | لیکوال: نوح هیراري

د بشر د راتلونکې تاریخ (۲۵) | لیکوال: نوح هیراري

هومیودیوس

د کتاب نوم: هومیو دیوس (د بشریت راتلونکی لنډ تاریخ)

لیکوال: یوال نوح هیراری

ژباړه: ډاکټر محمد عیسی ستانکزی

پنځه ویشتمه برخه

۸۷ سلنه احتمال

د دغه څپرکي په پیل کې مو د لیبرالیزم په وړاندې د څو ګواښونو یادونه وکړه. لومړی ګواښ دا دی چې انسانان به له پوځي او اقتصادي پلوه خپل ارزښت له لاسه ورکړي او بې ګټې به شي. البته دا وړاندوینه نه بلکه یو احتمال دی. تخنیکي ستونزې او سیاسي اعتراضونه به د کار د بازار د نیولو په لور د الګوریتمونو حرکت پڅ کړي. له دې چې انساني ذهن تر ډېره حده ناپیژندلی شوی پاتې دی نو د انسانانو له پټو وړتیا وو او نویو کاري فرصتونو ښه نه یو خبر چې له لاسه تللې دندې به بېرته جبران کړای شي که څنګه؟ خو دغه چاره هم لیبرالیزم نه شی ژغورلی ځکه چې لیبرالیزم د انسان پر ارزښت سربېره پر وګړپالنې یا اینډیویډوالیزم هم باور لري.

دویم ګواښ چې لیبرالیزم ورسره مخامخ دی دا دی چې راتلونکی سیستم او نظام انساني وګړو او انساني ځواک ته اړتیا نه پیدا کوي. انسانان به موسیقي هم جوړوي، د فزیک او پانګوونې په برخه کې به زده کړې هم کوي خو نظام به انسانان تر دوي ښه پېژني له دې کبله به د انسان لپاره پرېکړې کوي او په دې ډول به نظام یا سیسټم انسانان له ازادۍ او قدرته بې برخې کړي.

پر بشرپالنې د لیبرالیزم باور پر دریو فرضیو ولاړ دی چې مخکې مو په دې کتاب کې ورته اشاره وکړه:

۱ـ زه یو انسان او وګړی یم. په دې مانا چې یو واحد ذات لرم او پر وړو ټوټو  د ویشل کیدا او یا تجزیې نه یم. البته دا سمه خبره ده چې دغه داخلي زړی یا هسته په څو پردو کې نغښتې ده خو که زه دغه بیلابیلې پردې بیرته کړم نو د دغو پیچلیو پردو په منځ کې او د خپل وجود په تل کې یو روڼ اواز او انګازه اورم او دا زما وجدان او واقعي باطني غږ دی.

۲- زما دغه  باطن احساس او ضمیر بیخي ازاد او خپلواکه دی.

۳ـ که دغه دوه پورتنۍ فرضیه په پام کې ونیسو نو زه د ځان په هکله په داسې شیانو پوهیږم چې بل هیڅوک پرې پوهیدلی نه شي. ځکه چې یوازې زه د خپل باطن او ازادۍ حریم ته د ننوتل اجازه لرم او یوازې زه یم چې د خپل ضمیر او وجدان غږ اورم. له همدې امله دی چې لیبرالیزم انسان ته دومره پراخه ازادي او خپلواکي ورکړې ده. زه په بل هیچا باور نه شم کولی چې زما لپاره پرېکړې وکړي ځکه چې هیڅوک هم سم نه پوهېږي چې زه څوک یم، څه ډول احساس لرم، او کوم شی غواړم. له همدې امله ده چې ویل کیږي رایه ورکوونکی تر ټولو ښه پوهېږي او مشتري یا ګاک تل په حقه دی او ښکلا د لیدونکي په سترګو کې ده.

خو ساینس او بیولوژیکي علوم دغه درې واړه فرضېې چیلنج ته راکاږي. د بیولوژۍ او ارګانیک علم په اساس:

۱ـ ټول ژوي یو ډول ژوند الګوریتمونه دي او انسان واحد او یو نه دی بلکه د پراخو او بېلابیلو الګوریتمونو یوه ټولګه ده له همدې کبله یو واحد باطني غږ او ضمیر یا وجدان نه لري.

۲ـ الګوریتمونه د یوه ازاد انسان جوړونکي نه دي بلکه انسان د جینونو په وسېله بڼه خپله کړې چې د چاپریال له فشارونو او بدلونونو اغیز مني او پرېکړې ېې یا جبري دي او یا تصادفي خو کله هم ازادې نه وي.

۳ـ دا په دې مانا دی چې له نظري پلوه بهرني الګوریتمونه  تر ما زما پرجوړښت ښه پوهېږي. که یو الګوریتم زما د بدن او ماغزو ټول سیسټم او الګوریتمونه په ځیرتیا سره وڅاري په ډیر څرګنده توګه ویلی شي زه څوک یم، څه احساس لرم او څه شی غواړم. کله چې دغسې یو الګوریتم جوړ شي  نو سمدستي به د مشتري او رایه ورکوونکي او نندارچي ځاي ونیسي. بیا به الګوریتم تر هرچا ښه پوهېږي چې الګوریتم سم او په حقه دی او ښکلا هم د کتونکي په سترګو کې نه بلکه د الګوریتم په محاسبې کې ده.

له دې ټولو سره سره په نولسمه او شلمو پېړیو کې پر وګړپالنې باور بیخي منطقي او سم ؤ ځکه چې داسې کوم بهرنی الګوریتم نه و رامنځته شوی چې پر انسان سمه څارنه وکړاي شي. ښايي دولتونو او پانګوالو  دغسې یوه هیله درلوده خو دوي د اړتیا وړ تیکنالوجي ورته نه درلوده. د کې.جې.بې او ایف. بي. اي. جاسوسي او امنیتي ادارو د بیوکیمیاوي ، ماغزو او جنونو په هکله مبهم او ناسم درک درلود او حتي که استخباراتي کسانو زما ټیلفونونه اوریدلی او په واټونو کې ېې له خلکو سره زما اړیکې څارلی او لیکلی خو داسې د محاسبې او د معلوماتو د شننې وسایل ورسره نه ؤ چې دغه ټول معلومات پرې وارزوي او یا ېې تحلیل کړي نو په شلمه پیړۍ کې د ټیکنالوجۍ په برخه کې کم پرمختګ د لیبرالیزم دغه خبره منطقي کوله چې هیڅوک تر ما، زما په غوښتنو او زما په اړتیاوو ښه نه پوهېږي. ځکه خو انسان ښه دلیل درلود چې ځان یو خپلواک او ځانګړی موجود وبولي او د خپل باطن او ضمیر پیروي وکړي او د مشر ورور او نورو سپارښتنو ته پام ونه کړي.

خو د یوویشتمې پیړۍ ټیکنالوجي ښايي الګوریتمونو ته دغه وړتیا ورکړي چې ما تر ما ښه وپېژني که دغه کار وشو پر وګړپالنې باور له منځه ځي او په دې ډ‌ول به قدرت او اتوریته له انسانه الګوریتمي چینلونو ته ولیږدول شي.  بیا به نو خلک ځانونه خپلواکه او د خپلې ارادې خاوندان نه بولي له هغه ورسته به انسان ځانته د یو بیو کیمیاوي ټولګې په سترګه ګوري چې تل د الکټرونيکي الګوریتمونو او چینلونو تر څارنې لاندې دی او دغه الګوریتمي چینلونه ېې هدایتوي. د دې لپاره چې دغه چاره شونې شي اړتیا نشته چې بهرني الګوریتمونه ما په بشپړه توګه وپېژني او هیڅ ډول تېروتنه ونه لري بلکه دا بسنه کوي چې ما د یوه انسان په توګه تر ما ښه وپېژني او تر ما کمه تېروتنه ولري بیا به د ژوند په پرېکړو او انتخابونو کې تر ځان په دغو الګوریتمونو ډیر باور کوم.

د طب په برخه کې ګورو چې موږ له دې کرښې اوښتي یو په روغتونونو کې موږ ته د وګړي او فرد په سترګه نه کتل کیږي. څه فکر کوې ستا د روغتیا او بدن په هکله مهمه پرېکړه څوک کوي؟ دا بیخي څرګنده ده چې په دې هکله ډیرې پرېکړې د IBM  کمپنۍ د Watson کمپیوټر په شان کمپيوټري الګوریتمونه کوي. البته دا بده خبره نه ده. د شکرې یا ډیابیټس ناروغان لا له وړاندې یو ډول اتوماتیکه وسېله له ځان سره ګرځوي او یا ېې په پوستکي نښلولي وي چې په اتوماتیکه توګه د وینې خواږه یا شکره اندازه کوي او که ېې د وینې خواږه کم یا زیات شي نو سمدستي خبرداری ورکوي. په ۲۰۱۴ کال کې د یالا پوهنتون څېړاندو اعلان وکړ چې د لومړي ځل لپاره د کمپيوټري یا مصنوعي پانقراص په جوړیدا کې بریالي شوي دي  چې په ایفون ټیلفون سره کنټرول کیږي. په دغې څېړنه کې د شکرې یا ډیابیټ ۵۲ ناروغانو برخه اخیستې وه. هر ناروغ ته یو وړوکی سنسور او یو وړوکی پمپ په معدې کې ولګول شول. پمپ د انسولین او ګلوکاګون  د هورمونونو له یوه وړوکي پیپ سره وصل شو.(دغه دوه هورمونونه د وینې خواږه یا شکره انډوله ساتي). سنسور په دوامداره توګه د بدن د انسولینو اندازه معلوموي او معلومات یوه ایفون ټیلفون ته استوي. په ایفون کې یو اپلیکشن لګلیدلی چې دغه معلومات ارزوي او بیا پمپ ته پیغام استوي نو که اړتیا وه پمپ ټاکلې اندازه انسولین او یا ګلوکاګون ناروغ ته پيچکاري کوي.۲۲

نور کسان چې ناروغه هم نه دي له کمپیوټري سنسورونو کار اخلي چې پر خپلې سلامتیا او ورځنیو فعالیتونو څارنه ولري. دا په حقیقت کې واړه کمپيوټرونه او یا وسیلې دي چې په ټیلفون، ساعت، جامو او نورو شیانو کې لګول کیږي او د انسان بیومټریک معلومات لکه د وینې فشار، نبض او د اکسیجن اندازه معلوموي دغه معلومات له سنسور څخه یوه وړوکي او ظریف کمپیوټر ته استول کیږي چې د هغه په اساس ته د اړتیا وړ خواړه، سپورت، څښاک او خوب برابروې. په دې ډول دا امکان درکوي چې اوږد او روغ عمر وکړې.۲۳

ګوګل د نواریتز« Novartis» په نامه د درملو جوړولو له یوې لوېې کمپنۍ سره په ګډه د یوه داسې طبي لنز په جوړولو کار کوي چې د اوښکو له لارې د وینې د خوږو اندازه په هره ثانیه کې څو ځله معلوموي.۲۴ د پیکسي ساینټیفیک « Pixie Scientific» په نامه کمپنۍ  داسې ځیرک پمپرز جوړوي چې د ماشوم له غایطه موادو د هغه سلامتیا او ناروغي معلوملی شي. مایکروسافت په ۲۰۱۴ کال کې د مایکروسافټ بنډ « Microsoft Band» په نامه خپل محصول نندارې ته وړاندې کړ. دا د لاس  یوه بنګړی دی چې د زړه ټکان، د خوب کیفیت او ورځني ګامونه مو ارزوي. د ډیډلاین « Deadline» په نامه پروګرام یو ګام نور هم وړاندې تللی او د انسان ورځني عادتونه، خواړه او د ژوند کولو شرایط څاري او بیا درته وايي چې د ژوند په دغسې رودې سره څو کاله عمر کولی شې.

 ځینې کسان له دې پرته چې فکر پرې وکړي له دغو اپلیکیشنونو ګټه پورته کوي، ځینې نور لا هم دا یوه نظرېه بولي که دین ېې ونه بولي یوه ایډیالوژي خو ېې بولي د Quantified Self په نام  خوځښت  یا غورځنګ  خو اوس ادعا کوي چې د انسان باطن یا نفس او یا ضمیر د ریاضۍ یو الګوریتم دی. دغه الګوریتمونه یا نقشې دومره پیچلي دي چې د انسان روان او ذهن دا وړتیا نه لري چې پرې پوه شي. که تاسو د پخوانیو په خبره غواړئ خان وپیژنئ نو اړتیا نه شته چې فلسفي او عرفاني کتابونه وګورئ او یا ارواپوهنې ته مخه کړئ او خپل وخت بې ځایه تېر کړئ. که تاسو په منظمه او سیستماتیکه توګه بیوکیمیاوي معلومات راغوندئ او پریږدئ چې یو الګوریتم ېې تجزیه او تحلیل کړي نو په نتیجه کې به دغه الګوریتم به په اسانه تاسو ته ووايي چې تاسو څوک یاست او باید څه وکړئ. د دغه غورځنګ شعار د عددونو په وسېله ځان پيژندنه ده. ۲۵

په دوزرم میلادي کال کې اسرائیلي سندرغاړي شلومي شاوان د (اریک) په نوم په خپلې سندرې سره د سیالیو په سر کې ؤ. دغه سندره د یوه هلک په هکله ده چې  ټول ذهن ېې د خپلې میَینې د پخواني ملګري خوا ته اړولی دی. دغه هلک اریک نومیږي. هغه له خپلې معشوقې پوښتنه کوي : په بسترې کې کوم یو ښه ؤ اریک که زه؟

معشوقه ېې نه غواړي ځواب ورکړي او وايي له هر یو ځانته ځانګړنې لري او له هر یو سره  ېې بیله تجربه ترلاسه کړې ده. خو هلک په دې ځواب قناعت نه کوي او بیا پوښتنه کوي: د عددونو او نمبرو په ډول ېې راته ووایه میرمنې.  هغه او دغسې نورو نارینه وو لپاره یوه حل لاره شته:  د Bedpost په نامه یوه کمپنۍ یو ډول بنګړي خرڅوي او سړی چې کله په بسترې کې له میرمنې سره سکس کوي نو هغه په لاس کوي. دغه کمپيوټري بنګړی د سکس په وخت د انسان د زړه درزا، د خولو اندازه، د سکس موده، ارګازم او د انرژۍ مصرف ټول اندازه کوي. دغه معلومات یو کمپيوټر ته لیږدول کیږي او له شننې وروسته کمپیوټر یو عدد درکوي چې ښيي دغه سکس په کومه درجه کې ؤ. د ګوتو په وسېله ارګازم ته رسیدل او بیا پوښتنه کول چې سکس څنګه ؤ نور پخواني چلونو دي او زاړه شوي دي. ۲۶

هغه کسان چې دغسې وسایلو ته ځان سپاري ځانته د یو وګړي یا فرد په سترګه نه بلکه د بیوکیمیکل د الګوریتمي پروسې د یوه محصول په سترګه ګوري او پرېکړې ېې د بېلابېلو تیکنالوجیکي وسایلو او سیسټمونو د متناقضو غوښتنو او شرایطو زیږنده وي.۲۷

داسې تصور وکړئ چې تاسو په اونۍ کې دوه ساعته وزګاره یاست او نه پوهیږئ چې په دغو دوو ساعتونو کې د شطرنج لوبه وکړئ که ټینس. ښايي ملګری دې درته ووايي زړه دې څه غواړي؟ تاسو هم ځواب ورکوئ که د زړه خبره ومنم نو څرګنده ده چې ټینس ښه دی. ځکه چې د وینې کولسترول او د وینې فشار ته ګټه لري خو د ماغزو سکن مې کړی او هغه راته وايي چې د ماغزو  فرانتل یا مخکینۍ برخه مې کمزورې شوې او باید پیاوړې شي. زموږ په کورنۍ کې هیرجنیدا عامه ده د تره زوي مې په ځوانۍ پرې اخته شو. وروستۍ څېړنې ښيي چې شطرنج لوبه د الزایمر او هیرجنیدا مخه نیسي او یا دغه پروسه ځنډوی.

په روغتونو کې د بوډاګانو په څانګه کې ډیر داسې مثالونه موندلی شو چې بهرنیو عواملو الزایمر، ډیمنشیا او هیرجنیدا زیاته کړې وي. انسان خیال کوي چې د عمر په تیریدا سره ېې پوهه او درک زیاتیږي. یوایډیال بوډا په زیات احتمال له ناروغیو او کمزورتیا کړیږي خو له ذهني پلوه  ممکن ګړندی او روغ وي او د خپل اتیا کلن ژوند  پوهه او تجربې له نورو سره شریکولی شي. هغه په ټولو خبرو پوهېږي او تل خپلو شاوخوا کسانو ته نصیحتونه کوي. خو د یو یشتمې پیړۍ اتیا کلن به تل داسې نه وي. د انساني بیولوجۍ په برخه کې د پرمختګ په برکت نني انسان له  جسمي پلوه اوږد ژوند کوي خو له ذهني پلوه ورو ورو کمزوری کیږي. د نني بوډا ضمیر او باطن تر جسمه ژر له منځه ځي. په پاي کې هغه څه چې پاتې کیږي یو جسم  به وي چې په بېلابېلو ماشینونو او کمپيوټرو ژوندی ساتل شوی وي.

که لږ نور ژور لاړ شو جنیټیکي ټیکنالوجي زموږ په ورځني ژوند کې راګډه شوې ده او ورځ تربلې انسان له خپل «ډي .این.اې» سره نیژدې اړیکه پيدا کوي. په دې ډول یوازې ضمیر او باطن نور هم کمرنګه کیږي او باطني غږ او د وجدان غږ د جنونو په ګڼه ګوڼه کې ورک کیږي.

 کله چې زه له سختو او پيچلیو حالاتو او پوښتنو سره مخامخ شم نو باطني غږ او وجدان مې نور هم تت شي نو کله چې په دغه حالت کې مجبوره یم مهمې پریکړې هم وکړم بیا نو د خپل باطن د پټ اواز په ځاي د خپل وجود له جنیټیک پارلمان سره خبرې او مشوره کوم.

 د امریکا وتلې فیلمي ستورې انجیلیناجولي د ۲۰۱۳ کال  د مې په څوارلسمه په نیویارک ټایمز کې یوه مقاله خپره کړه او وېې ویل چې پرېکړه ېې کړې خپلې دواړه سینې لیرې کړي. جولي کلونه کلونه په دې ویره کې ژوند کړی ؤ چې د سینې په سرطان اخته نه شي ځکه چې مور او انا ېې د سینې په سرطان په ډیرې ځوانۍ کې مړې شوې وې. جولي یوه جنیټیکي معاینه وکړه او په معاینه کې جوته شوه چې نوموړې هم د BRCA1 په نامه بدل شوی یا موټیشن جن لري چې ممکن د مور او انا په شان هغه هم په سرطان اخته کړي. د نویو څېړنو په اساس هغه میرمنې چې دغه بدل شوی جن لیږدوي د سینې په سرطان د هغوي د اخته کیدا چانس کابو ۸۷ سلنه زیاتیږي. کله چې انجیلینا جولي دغه پرېکړه وکړه. هغه په سرطان نه وه اخته خو پرېکړه ېې وکړه چې د ناروغۍ له امله پيدا شوې ویره ختمه کړي نو عملیات ېې وکړل. په دغې مقاله کې نوموړې وویل:  زه غواړم خپله دغه پرېکړه عامه کړم ځکه چې ډیری میرمنې په دې نه پوهېږي چې دوي په سرطان د اخته کیدا له خطر سره مخامخ وي. زه هیله کوم ټولې میرمنې دغه شونتیا ولري چې د دغه جن ټسټ وکړي او که دغه موټیشن BRCA1 جن ولري نو له خطره ځان وژغوري.۲۸

دا سخته او د ژوند په بیه پرېکړه ده چې یوه میرمن خپلې سینې لرې کوي. هم له فزیکي پلوه سخت او ځوریدونکي عملیات دي او هم له اقتصادي پلوه هم سخته وي. تر ټولو مهمه دا ده چې د شرم خبره هم وي چې یوه میرمن دې سینې ونه لري او له احساسي پلوه له خپل خاوند سره هم ممکن ستونزه پيدا کړي. د انجلینا دغه پرېکړه او بیا دا چې هغې جرائت وکړ او ټوله دنیا ېې پرې خبره کړه ډیر بحثونه راوپارول او د ولسونو یو ډول ملاتړ او شاباسی ېې هم خپل کړ. په تیره بیا دا چې ډېرو کسانو هیله کوله چې  دغه خبر د خلکو د پوهاوي سبب شي او د جنټیک د علم په وړتیاوو او کمالاتو خلک خبرشي.

 په دې برخه کې د الګوریتمونو بې جنجاله رول ته پام کول له تاریخي پلوه اهمیت لري. کله چې جولي د خپل ژوند دغه مهمه پرېکړه وکړه نو د یوه لوړ غره سر ته ونه خته  چې له هغه ځایه سمندر او پر سمندري څپو د لمر زرینو وړانګو ته وګوري او د خپل وجدان او باطن ژورو ته ورښکته شي او له خپلو احساساتو سره اړیکه ونیسي. نوموړې د دې کار په ځاي غوره وبلله چې له خپلو جنونو او حجرو سره اړیکه ونیسي دغه پژواک د هغې له احساساتو نه بلکه له عدودونو او ساینس څخه پورته کیده. جولي تر دې پرېکړې مخکې درد او نورې ستونزې نه درلودې او ژوند د هغې له نظره ښکلی او ارامه ؤ ، هغې له ځان سره ویل: ارامه اوسه هرڅه په ښکلي ډول پرمخ ځي. خو کمپیوټري الګوریتمونو  او د هغې د ډاکټرانو بل څه لیدل چې دې نه شواي لیدلی هغوي ویل : ته ېې نه احساسوې چې ستونزه چېرته ده خو یو ساعتي بمب ستا په ډي این اې کې نغښتی دی په دې هکله باید یوڅه وکړې او همدا اوس ېې وکړې.

د جولي شخصیت او عواطفو اساسي رول ولوباوه که کومه بله میرمن چې بل ډول شخصیت ېې درلود او په دې خبره شوې واي چې خطرناک جن لري ښايی د سینې د عملیاتو پرېکړه ېې نه وه کړې. خو دلته موږ د تور او سپین ترمنځ په یوه ځاي کې دریږو. که دې بلې میرمنې ته ویل شوی واي چې ته د بدل شوي BRCA1- خطرناک جین تر څنګ د ABCD3 خطرناکه جن هم لرې چې په ماغزو کې یوه برخه کمزورې کوي چې د احتمالاتو ارزونه کوي او که څوک دغه جن ولري ممکن دغه کس دا وړتیا له لاسه ورکړي چې د خطر احتمال ارزیابي کړي شي. په دغسې یو حال کې به څه کیدل؟ او که د احصاېې  او اسنادو د ارشیف کارکوونکي دغې دویمې میرمنې ته ویلي واي چې د هغې مور، انا او د کورنۍ نور غړي په کم عمر ځکه مړه شوي ډي چې هغوي د خپلو ناروغیو په اړه د خطرو احتمال نه شو درک کولی او د مخنیوي لپاره ېې اقدامات نه ؤ کړي؟

په قوي احتمال به دغه میرمن او دغه راز تاسو هم د انجلیناجولي په شان په ورته حالت کې همدغه پرېکړه کړې واي. تا به هم د جن ازموینه او یا  fMRI کړی واي بیا به یو الګوریتم د ډېرو زیاتو معلوماتو او ستاسو د ازموینو په شننې سره تاسو ته سپارښتنه کړې واي چې دغسې عملیات ترسره کړئ. طبیعي خبره ده چې تاسو به د الګوریتمونو دغه پرېکړه ومنئ. دا د قیامت د ورځې نښه نه ده او الګوریتمونه به کله هم په عملي توګه پاڅون ونه کړي او موږ او تاسو به مرییان نه کړي بلکه موږ او تاسو ته به سمې پرېکړې کوي  چې ټولو ته د منلو وړ او منطقي ښکاري او که د الګوریتمونو پيروي ونه کړو ممکن لیونتوب وبلل شي.

 انجلینان جولي د«Cyborg 2 » سایبورګ دوه په نامه په یوه علمي او تخیلي فیلم کې رول ولوباوه. هغه د« Casella Reese» په رول کې لوبېدله. کاسیله رېز یو سایبورګ دی چې په ۲۰۴۷ کال کې د پین وهیل روباټیک «Pinwheel Robotics» له لوري د جاسوسۍ او وژلو په موخه طراحي کیږي. کازېلا د دې لپاره چې په خپلې دندې کې د بریالیتوب لپاره په انساني ټولنه کې ښه ورګډ شي نو  په انساني عواطفو سره جوړ شوی ؤ . کله چې کازېلا پوهېږي چې پین وهیل هغه جوړ کړی او کنټرولوي ېې او وروسته به ېې له کار غورځوي نو د ځان ژغورنې او ازادۍ لپاره تښتي. «سایبورګ دوه» یو ډول لیبرالیستي خیال او خوب دی چې د خپلې ازادۍ او شخصي حریم لپاره د څو ملیتي کمپنیو له دیوانو سره چې په اتو لاسونو کې په وسلو سنبال دی مبارزه کوي.

جولي په شخصي ژوند کې غوره ګڼله خپل خصوصي حریم او خپلواکي له خپلې روغتیا ځار کړي. د انسان د روغتیا د ساتلو انګېزه ښایي مونږ ټول دې ته اړ کړي د خپل خصوصي حریم او شخصي ژوند دیوالونه ونړوو او حکومتي بیروکراسۍ او څو ملیتي شرکتونو ته اجازه ورکړو چې زموږ د وجود په هر برخه او ټولو لوړو ژورو برلاسه او واکمن شي. د مثال په توګه که ګوګل ته اجازه ورکړو چې زموږ ایمیلونه ولولي او زموږ ورځني فعالیتونو تعقیب کړي نو دا صلاحیت به پېدا کړي چې د روغتیا له ادارو وړاندې د ساري ناروغیو په هکله  موږ ته خبرداری راکړي. د بریټانیا د روغتیا ملي اداره څنګه پوهېږي چې د مثال په توګه په لندن کې یوه ساري ناروغي خپره شوې؟ د زرګونو ډاکټرانو او سلګونو کلینیکونو د راپورونو له تحلیل او شننې وروسته. خو دا ټول ډاکټران دغه معلومات له کومه کوي؟ هو کله چې  د مثال په توګه ماري له خوبه پاڅیږي نو ځان ېې درد کوي او کسالت احساسوي. هغه دوه کاره کولی شي یا خو سمدستي ډاکټر ته ورځي او يا ښايي د کار ځاي ته ایمیل وکړي چې ناروغه ده او څه ساعته او یا ښايي یوه یا دوه ورځې صبر وکړي او ګرم چاي له شاتو او لیمو سره وخوري چې ګوندې ښه به شي.

خو کله چې په څو ورځو کې ښه نه شوه نو د ډاکټر د  ویزیت لپاره وخت اخلي او چې کلینیک ته ورځی د ناروغۍ نښې نښانې ډاکټر ته وايي. ډاکټر دغه ټول معلومات په کمپیوټر کې لیکي. یو کس چې د بریټانیا د روغتیا په ملي اداره کې ناست وي او دغه ټول معلومات چې له زرګونو نورو ډاکټرانو هم ورسیږي تحیلل کوي او بیا نتیجه اخلي چې انفلوانزا خپریدونکې ده. دغه  ټوله پروسه اوږد وخت غواړي. ګوګل دغه ټول کار په څو دقیقو کې کولی شي. یوازینی شی چې د ګوګل د الګوریتمونو پکار دی د لندن میشتو د ایمیلونو څارل دي. په دغه ایمیل کې د ناروغۍ نښې لیکل کیږي او د ګوګل د سرچ ماشین دغه نښې  په څو ثانیه کې راټولوي. د مثال په توګه د سردرد، تبې، زړه بدۍ، او پرنجي نښې په لندن کې په هره ورځ په ګوګل اویا په ایمیلونو کې یو لک ځل راځي. که یوه ورځ د ګوګل الګوریتمونه معلومه کړي چې دغه نښې درې لکه ځله ذکر شوي دي نو سمدستي ویلی شو چې د انفلوانزا اپیدیمي راغلې ده. نو دا اړتیا هم نه شته چې ماري ډاکټر ته ورشي. هغه چې سهار له خوبه پاڅي او کسالت احساس کړي تر دې وړاندې چې کار ته لاړه شي خپل ملګري ته ایمیل کوي چې د سر درد لرم خو بیا هم کار ته درځم. دا ټول هغه څه دي چې ګوګل ورته اړتیا لري. خو د دې لپاره چې ګوګل دغه جادويي کار وکړاي شي باید ماري ګوګل ته اجازه ورکړي چې د هغې ایمیلونه لوستلی شي او پردې سربېره دغه معلومات درملیزو مرکزونو ته استولی شي. که چیرې انجلیناجولي د خپل ژوند له  خصوصي حریمه تیریږي د دې لپاره چې د سینې د سرطان په هکله خلکو ته خبرداری ورکړي نو ولې دې ورته کار د ساري ناروغیو په هکله ونه کړي؟

دا یوازې یوه نظریه نه ده. په ۲۰۰۸ میلادي کال کې ګوګل د ګوګل فلو تریندر « Google Flu Trends» په نامه یو پروګرام برابر کړ چې د ګوګل د سرچ په مرسته ېې د چرګانو د انفلوانزا پيښې معلومولی شواي. دغه خدمات له هغه ورسته پراخ شول خو د خلکو د شخصي حریم د ساتلو له امله یوازې هغه څه څاري چې په ګوګل کې سرچ کیږي او د ګوګل سرچ شخصي ایمیلونو ته لاسری نه لري. خو همدغه خدمات هم دا وړتیا لري چې له روغتیاي خدماتي ادارو لس ورځې مخکې د انفلوانزا د خپریدا له امله خبرداری ورکړي.۲۹

Google Baseline Study یوه بله مهمه او ارزښتمنه پروژه ده. ګوګل نیت لري د انسان د روغتیا لپاره یو لوي اطلاعاتي مرکز جوړ کړي او د «بشپړې روغتیا» په نامه به یو پروفایل رامنځته کوي. د دغې پروژې په مټ به احتمالن  ډیره وړه روغتیايي ستونزه تر دې وړاندې چې پراخه شي او یا ېې نښې څرګندې ښي معلومولی شي. په دې ډول خلکو ته د ناروغۍ له خپریدا مخکې خبرداری ورکوي. د مثال په توګه که سرطان په بدن کې څرګندیږي تر هغه چې نښې ېې برسېره کیږي ناروغ به پرې خبر وي او په دې ډول به ېې علاج اسانه وي.

  Google Baseline Study له یو لړ نورو پروژو او څانګو سره تړلی پروګرام دی د مثال په توګه Google Fit یادولی شو. دغه محصول د جامو، بنګړیو، عینکو او نورو وسایلو سره یو ځاي کیږي چې په دوامداره توګه له بدنه بایومټریک معلومات راغونډوي. اصلي هدف او فکر دا دی چې ګوګل فیټ به د Google Baseline Study پروژه په اړینو معلوماتو سنبالوي.۳۰

خو د ګوګل په شان کمپنۍ غواړي له جامو او نورو کالیو هم وړاندې لاړ شي. نن سبا د«DNA» د ازموینو بازار ډیر تود دی. په دې برخه کې یوه مخکښه کمپني د Me and 23 کمپني ده. د دې کمپنۍ مشره د ګوګل د یوه بنسټګر سرګې برین میرمن انا ویچیسکي ده. د « Me and 23» نوم له ۲۳ کروموزومونو اخیستل شوی دی چې د انسان جن ترې جوړ شوی دی او دغه نوم دغه پیغام ورکوي چې زما کروموزومونه له ما سره ځانګړې اړېکی لري. هر څوک چې په دې پوه شي چې کروموزومونه څه وايي نو زما په هکله هم  داسې څه ویلی شي چې کله ېې ما په خپله تصور هم نه و کړی.

که غواړئ په دې هکله نور معلومات هم پېدا کړئ نو د« Me and23» کمپنۍ ته ۹۹ ډالره واستوئ هغوي به تاسو ته د ازموینو یو وړوکی بوتل درواستوي. تاسو به خپلې ناړې او یا دخولې داخلي مخاط په دغه بوتل کې واچوئ او بېرته به ېې د کالیفورنا ماوڼټین ویو ته واستوئ. هلته به ستاسو په ناړو کې موجوده DNA معاینه کوي او په انټرنټ کې به ځواب دراستوي. په ځواب کې به یو لیست هم ښايي ترلاسه کړئ چې ستاسو روغتیا ته ټول ګواښونه پکې راغلي دي.  پر دې سربیره ستاسو جنټیکی وړتیاوې او د ویښتانو د کمزورتیا او یا د نظر د کمیدا په شان ستاسو څه د پاسه نه نوي جنټیکي ستونزې هم درسره شریکې کړي. د ځان پيژندل کله هم دومره اسانه او ارزانه نه وه. دغه ټول معلومات د محاسبې او عددونو په اساس دي نو د کمپنۍ د معلوماتي بانک حجم د پیشبینۍ او اټکل  لپاره برابره او دقیقه کونجي ده.

د لویو جنټیکی اټکلونو لپاره جوړه شوې لومړنۍ کمپنۍ چې لوي معلوماتی بانکونه هم لري حتمن مشتریانو ته تر ټولو سمې او دقیقې وړاندوینې ورکوي تر څو پر بازار ښه کنټرول ولري. د امریکا د بیوټیکنالوجي کمپنۍ له چین سره په سیالۍ کې یوه انديښنه لري او هغه دا چې په امریکا کې د شخصي حریم سخت قوانین او وګړي ته تر هرڅه زیات ارزښت ورکول ښايي د دوي د پرمختګ مخه ونیسي او دغه چاره  برعکس سیا هیواد چين ته چې د وګړیو ازادیو او شخصي حریم ته هیڅ درناوی نه لري د پرمختګ زمینه برابروي او دا چاره به چین ته یو طلایي فرصت برابر کړي. که موږ دغه ټول ټکي سره یو ځاي کړو او ګوګل او نورو سیالو کمپنیو ته اجازه ورکړو چې زموږ بیومټریکو معلوماتو ته لاسری ولري او زموږ د«DNA»  سکن او شننه وکړي او یا زموږ ټول طبي اسناد هم وسپړي نو موږ به  د روغتیايي خدماتو یوه پرمختللې او په ټولو معیارونو پوره اداره ولرو چې نه یوازې د ساري ناروغیو مخه به ونیسي بلکه د الزایمر، سرطان او د زړه د حملو په شان د ناروغیو مخه به هم ونیول شي. خو ګوګل به په دغسې لوي معلوماتي بانک سره په عملي توګه تر دې ډیر نور کارونه هم وکړاي شي. د یوه سیسټم تصور وکړه چې د پولیسو  د دې سندرې په شان چې وايي: پولیس ستا هره ساه چې اخلې، هر حرکت چې کوې او هره اړیکی چې پرې کوې څاري. «every breath you take, every move you make» og «every bond you break». دغسې یوسیستم چې ستا بانکي حساب، ستا د زړه ټکان، ستا د وینې خواږه، او ستا سکسي فعالیت او وړتیاوې څاري په ډاډ سره ویلی شو چې ستا وجود او ستا بدن تر تا ډیر ښه پيژني.  نن سبا  چې موږ ځان غلطوو، توهمات او هلوسیناشون لرو چې انسان له ناسمو او ناغوښتو اړیکو سره مخامخ کولی، او دغه راز ناسمې دندې، او ناسم عادتونه  پيدا کوو دغه کارونه به ګوګل نه شي تیرایستلی. د ګوګل پرېکړې زما د باطني او یا توضیحي ضمیر په پرتله چې اوس ما هدایتوي د کیسو او مرموزو حکایتونو په اساس نه وی. د ګوګل پرېکړې د اوج او د ځوړ د ټکي په قانون او د توضیحي باطن په افسانو سره نه بېلارې کیږي. ګوګل به په حقیقت کې  زموږ هر اخیستل شوی ګام او هر روغبړ په یاد لري. ډیر داسې کسان هم شته چې غواړي د ژوند ډیرې پرېکړې همدغو ماشینونو ته وسپاري او یا لږ ترلږه د مهمو پرېکړو په هکله ورسره مشوره وکړي.  ګوګل په ډېرو برخو کې مشوره راکولی شي د مثال په توګه کوم فیلم وګورم، په رخصتیو کې چېرته لاړ شم، او کوم ډول تحصیل وکړم، چېرته لاړ شم، له چا سره وګورم او له چاسره واده وکړم په ټولو برخو کې مشوره راکولی شي.  د مثال په توګه یوه میرمن ګوګل ته وايي:

ګوګله واوره څه وایم! جان او پاول دواړه ما غواړي، زما هم دواړه خوښیږي خو په بېلابیلو ډولونو په دواړو کې داسې خویونه شته چې زما خوښېږي دا چې ته هم ما ښه پيژنې څه مشوره راکوې له کوم یوه سره واده وکړم؟ ګوګل به ځواب ورکړي:  هو زه تا له زېږیدا راهیسې پيژنم، ما ستا ټول ایمیلونه لوستلي دي، ستا ټول ټیلېفونونه مې اوریدلي دي، زه پوهیږم کوم  فیلمونه دې خوښیږي،

 ستا DNA ښه پيژنم او په دې ښه خبر یم چې په زړه دې څه تیر شوي دي او ستا له ټولو کتنو او غونډو معلومات لرم او حتی زه له جان او پاول دواړو سره د کتنو په ورځو کې ستا د زړه ګرافونه، د وینې فشار او د وینې د خوږو اندازې لرم دغه ټول درښودلی شم، حتی که اړتیا پیښه شوه زه له دغو دواړو سره  ستا د سکس او جنسي اړیکو حساب کتاب درکولی شم چې له کوم یو سره دې ښه جنسي اړیکه درلوده. نو ستا په هکله  د دغو ټولو معلوماتو په اساس چې زما الګوریتمونو راغونډ کړي او دغه راز هغو میلیوني مشوره ته په پام سره چې نورو خلکو ته مې ورکړي تا ته مشوره درکوم چې له  جان سره واده وکړه. کابو ۸۷ په سلو کې احتمال ورکوم چې په اوږد مهال کې به  له جان سره خوشاله وې. زه تا ډیره ښه پيژنم چې ښايي دغه ځواب دې خوابدې کړي خو پاول تر جان ډیر ښایسته دی او له دې چې ته ډیر اندام او د سړي ظاهر ته ارزښت ورکوې نو د پاول اندام او ظاهر تر جان ډیر ښه دی نو ځکه ستا زړه غواړي چې زه پاول درته یاد کړم. د انسان ظاهر تر یو حده مهم دی خو دومره هم نه چې ته ېې فکر کوې. ستا بیوکیمیاوي الګوریتمونه چې په پخوانیو لسګونو زره کلونو کې د افریقا په بېدیاوو کې د تکامل پړاو ته رسیدلي د جوړې د غواروي لپاره د انسان ظاهر ته ۳۵ سلنه اهمیت ورکوي. زما خپل «ګوکل» الګوریتمونه چې د اوسنیو معلوماتو په اساس برابر شوي دي وايي چې په یوې اوږدماله اړیکه کې د انسان ظاهري صورت ۱۴ په سلو کې مهم دی نو که  حتی زه د پاول ظاهر هم په حساب کې راولم نو جان تر هغه غوره بولم. ۳۱

 کله چې موږ ته دغسې خدمات وړاندې کیږي او مشورې راسره کیږي نو له دغه تفکره مخ اړوو چې انسان یو وګړی او فرد بولي چې خپله ازاده اراده لري. داسې اراده چې د نیکۍ، ښکلا، او د ژوند د مانا په هکله پرېکړه کوي. بشر نور خپلواکه مخلوق نه دی چې د توضیحي باطن د جوړو شویو کیسو په وسيله هدایت شي بلکه د یوې لوي نړیوال نیټورک یوه برخه ده.

لیبرالیزم توضیحي باطن او یا ضمیر سپیڅلی بولي او همدغه باطن او ضمیر ته اجازه ورکوي چې د رایو ورکولو په غرفه، بازارونو ا و د جوړې په انتخاب کې ازاد وي. دغه چاره د پيړیو په اوږدو کې معقوله او منطقي ښکارېده ځکه له دې سره سره چې توضیحي باطن په ټولو خیالونو اوافسانو باور درلود خو له توضيحي باطن پرته بله داسې سرچینه یا مرجع نه وه چې له ما ښه پيژندګلوي ولري. اوس چې موږ یو سیسټم لرو چې په حقیقي ډول موږ ښه وپيژني  نو دا به  لیونتوب وي چې خپل واک توضیحي باطن ته وسپارو.

لیبرالیستي عادتونه لکه دیموکراټیک انتخابات به ورو ورو له منځه لاړ شي، ځکه چې ګوګل به دا وړتیا ولري چې زما سیاسي رایه تر ما ښه وپيژني او زما استازیتوب به ښه وکړاي شي. کله چې زه د رایې ورکولو په غرفه کې ولاړ یم لیبرالیزم ما ته وايي خپل باطن او ضمیر ته مراجعه وکړه او هغه چا ته رایه ورکړه چې ستا زړه او د وجود تل او یا باطن دې ومني. خو بیولوجیکي علوم وايي چې کله زه د رایې اچونې په غرفه کې ولاړ یم ټول هغه شیان نه شم په زړه کولی چې په وروستیو کلونو کې مې تجربه کړي دي. پر دې سربېره د انتخاباتو په وخت د پراخو تبلیغاتو او سیاسي چلولونو له پراخ سیلاب سره مخامخ یم چې زما د تشخیص او ارادې قدرت رانه اخلي. په سیاست کې هم  توضیحي باطن د کاهین مانس د سړو  اوبو د تجربې په شان«د اوج او د وروستنۍ نتیجې د منځوي عدد» قانون پلی کیږي. ټولې تجربې او کارونه هیریږي او یوازې محدود شمېر په په یاد پاتې وي او هغه تجربې چې وروستۍ ترسره شوي وي او یا ېې لوي اغیز درلودلی وي.

ښايي په تېرو څلورو کلونو کې ما د لومړي وزیر سیاست بیخي نه وي خوښ شوی او له ځان سره او دغه راز خپلو پلویانو ته به مې ویلي وي چې که اوسنی لومړی وزیر بیا واک ته ورسېږي موږ به تباه او برباد کړي. تر انتخاباتو څو میاشتې مخکې به حکومت مالیه کمه کړي او هر لوري ته به پیسې ولګوي. واکمن ګوند به د وینا لیکلو او پروپاګند تکړه کسان وګماري او یو ښکلی انتخاباتي کمپاین به ترسره کړي چې د ګواښ او ژمنې یو ښکلی ترکیب به ېې جوړ کړی وي. دا هغه څه دي چې زما د ماغزو د ویرې پر برخې اغیز کوي. د انتخاباتو په ورځ ذکام وهلی له خوبه پاڅیږم او دغه پروپاګندو او تبلیغاتو بیخي تر اغیز لاندې راوستی یم  زکام هم د ماغزو فعالیت کموي  نو ثبات او دوامداره امنیت راته تر هرڅه مهم ښکاریږي نو غوره ګڼم هغه چاته رایه ورکړم چې څو میاشتې مخکې مې ویل موږ به تباه او برباد کړي. بیا به دغه کس د څلورو کلونو لپاره د واک په ګدۍ ناست وي.

که ما چېرته کولی شواي چې ګوګل ته خپل قسمت وسپارم ښايي ځان به مې ژغورلی واي. ګوګل همدا پرون نه دی زیږیدلی. ګوګل د مالې د کمولو او د انتخاباتي کمپاین کیسې نه هیروي خو دا ېې ښه په یاد وي چې په تیرو څلورو کلونو کې څه تیرشوي دي. ګوګل په دې پوهېږي چې کله به هر سهار ما ورځپاڼه کتله زما د وینې فشار به څومره لوړ شوی ؤ او هره شپه چې مې خبرونه اوریدل د ډوپامین اندازه به مې څومره ټیټه شوې وه. دغه راز ګوګل بې ځایه او تشې ژمنې هم په پام کې نیسي او په دې هم پوهېږي چې کله رایه ورکوونکی ناروغه وي نو لږ ښي اړخ ته ګروهمن شي نو په خپل حساب کتاب کې ټولو دغو مسلو ته پام کوي. په دې ډول ګوګل زما د ذهن او توضیحي باطن او خیالاتو په اساس نه بلکه زما د د بیوکیمیاوي ا وبېولوجیکي بدلونونو د الګوریتمونو او زما د ريښتونو احساساتو او غوښتنو په اساس چې په حقیقي مانا کې زما په ضمیر کې شته دي عمل کوي. طبیعي خبره ده چې ګوګل هم تل سم کار نه شي کولی خو دا ټول احتمالونه او محاسبې دي که ګوګل وګړاي شي په کافي اندازه وړاند وینې وکړاي شي چې ډیرې پکې سمې وي نو حتمن به خلک ډیر واک ورکړي. د وخت په تېریدا سره ښايي معلوماتي بانکونه نور هم  پراخ او لوي شي او محاسبې به ېې نورې هم دقیقې او سمې شي نو په نتیجه کې د ګوګل وړاندوینې به هم سمې او واقعیتونو ته نیژدې شي. دغه سیسټم به کله هم له نیمګړتیا خلاص نه وي او کله به هم ما په بشپړه توګه ونه شي پيژندلی البته دغه اړتیا هم نه پېدا کیږي. ځکه چې لیبرالیزم به هغه وخت له منځه لاړ شي چې دغه سیسټم ما  او زما وړتیا او چالچلن تر ما ښه وپيژني. البته دا کار لکه څومره چې سخت ښکاري سخت نه دی ځکه چې ډیر کم کسان شته چې خپل ځان ښه پیژني.

د ګوګل یو سیال فیسبوک په دې وروستیو کې یوه نوې څېړنه کړې او پکې ثابته کړې ېې ده چې همدا اوس فیسبوک د انسانانو د شخصیت او انساني وړتیاوو په اړه د هغوي تر ملګرو، مور او پلار او میرمنې یا مېړه ښه قضاوت کولی شي. دغه څېړنه په کابو نهه زره کسانو ترسره شوې ده چې د فیسبوک اوکاونټ ېې درلود او په خپله خوښه ېې سلو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي دي. د فیسبوک الګوریتم پوښتنو ته د دغوکسانو ځوابونه عکسونو، ویډیوګانو او ویبپاڼو ته د لایکونو له مخې اټکل کړي د ي. څومره چې لایکونه زیات وو اټکلونه هم سم او واقعیتونو ته نیږدې وو. د الګوریتمونو اټکل د برخوالو د کورنیو، ملګرو او همکارانو له اټکلونو سره پرتله شول. د حیرانۍ خبره دا وه چې الګوریتمونو یوازې لسو لایکونو ته اړتیا درلوده چې د همکارانو په پرتله ښه اټکل وکړاي شي، اویا لایکونو ته ېې اړتیا وه چې له ملګرو ښه اټکل وکړاي  شي. یو سلو نوي لایکونه ورته پکار وو چې  د کورنیو له غړیو ښه اټکل وکړاي شي. د خاوند او میرمنې په پرتله ېې ښه اټکل په درې سوه رایو سره کړی ؤ. په بله وینا که تاسو درې سوه ځله د خپل فیسبوک د اکاونټ د لایک بټنه کیکاږلي وي د فیسبوک الګوریتمونه ستاسو نظرونه او غوښتنې ستاسو له مېرمنو او میړنو ښه درک کړي او اټکل به ېې وکړاي شي چې تاسو څه غواړئ.

په ځینو برخو کې فیسبوکي الګوریتمونه حتي په څېړنه کې د برخه اخیستونکو کسانو په پرتله ښه ؤ. د مثال په توګه له برخوالو غوښتل شوي وو د نشه اي توکو د کارولو او له ټولنیزو رسنیو د استفاده په شان د مسلو په هکله قضاوت وکړي د هغوي قضاوتونو د الګوریتمونو په پرتله ډیرې تیروتنې درلودې. ( نتیجه د الګوریتمونو له لوري نه بلکه د مقالې د لیکوالو لوري ترسره شوه) له دغو څېړنو داسې یوه نتیجه واخیستل شوه: خلک خپله رواني ارزونه څنګته کولی او د ژوند د مهمو پرېکړو په کولو کې په کمپیوټرو ډیر اعتماد او باور کولی شي . د ژوند د ورځنیو فعالیتونو، د راتلونکو زده کړو او پرمختګونو او د ژوند د ملګرې یا ملګري په انتخاب کې د کمپیوټر پرېکړې د باور وړ دي. دا بیخي ممکنه ده چې د کمپیوټري الګوریتمونو په وسېله دغسې پرېکړه انسانانو ته ښه ژوند ورکړاي شي.۳۲

دغه څېړنې په لږه پراخه پيمانه په دې مانا دي چې د راتلونکي ولسمشر د غوراوي په درشل کې به فیسبوک نه یوازې د میلیونونو امریکايانو له سیاسي باورونو خبر وي بلکه دا به هم معلومه کړاي شي چې کومه ډله رایه ورکوونکي شکمن او دوه زړي وي، او په دې به هم خبر وي چې څرنګه دغه رايه ورکوونکي دې لوري یا ها بل لوري ته واړوي. فیسبوک دا جوته کړاي شوه چې په اوکلاهاما کې د جمهوري غواړو او دیموکراټانو ترمنځ واټن ډیر کم دی او اټکل ېې وکړ چې کابو درې دیرش زره رايه ورکوونکو لا پرېکړه نه ده کړې، حتي دا ېې هم معلومه کړه چې  هر نوماند باید څه شی ووايي چې د سیالیو نتیجې د ځان په ګټه بدلې کړي. فیسبوک څرنګه دغسې ګټور معلومات ترلاسه کړل؟ موږ دغه معلومات په خپله خوښه او وړیا فیسبوک ته ورکوو.

د اروپايي امپریالیزم په پرتمینو ورځو شپو کې فاتحینتو او سوداګرو ټول هیوادونه او ټاپوګانو د رنګه غمیو او مریو په بدل کې واخیستل . په یوویشتمه پيړۍ کې ښايي شخصي معلومات تر ټولو ارزښتمنې سرچینې وي چې انسانان ېې لري او وړاندې کولی ېې شي. دا معلومات موږ د ایمیلونو او د پیشکو او د نورو  مسخرو د ویډیوګانو د کتلو په بدل کې  لویو ټیکنالوجیکي کمپنیو ته وړیا ورکوو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب