شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهد بشري حقونو کمېسیون: مذاکراتي ټیمونه دې روان وضعیت کنټرول کړي

د بشري حقونو کمېسیون: مذاکراتي ټیمونه دې روان وضعیت کنټرول کړي

تاند ( یک شنبه، د جوزا ۱۶) د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یو ځل بیا پر ښکېلو لورو غږ کړی، چې جګړه پای ته ورسوي او د سولې لار خپله کړي.

د دغه کمېسیون مشرې او کمېشنرانو د یاد کمېسیون د تاسیس د ۱۹ کلین په نمانځغونډه کې د خبرو پر مهال وویل،دمګړۍ دوی د بشري حقونو د خوندیتوب او لا پرمختګ پر ځای په دې بوخت دي، چې څنګه وکړی شي د ملکي وګړو ژوند خوندي کړي او د جګړو په کمولو کې ونډه واخلی.

د یاد کمېسیون غړي وایي د مذاکراتو پر دواړو ټیمونو د افغانانو حق دی چې ژر تر ژره سوله  راولي او دلته رامنځ ته شوی خونړی او وحشتناک وضعیت پای ته ورسوي.

یاد کمېسیون دغه راز ټینګار وکړ، چې جنګي جنایتونه د پټېدو نه دي او زیاتوي چې جنګي جنایتکاران به حتما د قانون منګولو ته سپارل کېږي.

سرچینه سوله په هېواد کې د ولسونو د ارمانونو د پوره کېدو یوازینۍ لار بولي او وایي چې روانه جګړه یوازې وحشت خپروي او د افغانانو ژوند اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د همدې کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر په تازه ویلي و، چې په افغانستان کې د جګړې تکتیکونه ورځ تر بلې خونړي کېږي او ورځ تر بلې د جګړې بڼه بې رحمانه کېږي.

نوموړې ویلي وو، په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب تر ټولو غوره لار د تاوتریخوالي کمېدل او د سولې راتګ دی.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون پر نړیوالې ټولنې او نړیوالو بنسټونو هم غږ کړی، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب، د جګړو د کمولو او سولې د راتګ په برخه کې عملي او اغیزناک ګامونه واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب