Homeخبرونهاقتصادي خبرونهکونړ کې ۳۶۰ ښځینه بزګرانو ته کورنۍ باغچې جوړېږي

کونړ کې ۳۶۰ ښځینه بزګرانو ته کورنۍ باغچې جوړېږي

تاند ( یک شنبه، د جوزا ۱۶) کرنې وزارت په کونړ ولایت کې  د  ۲،۳ ملیونه افغانیو په لګښت کورنۍ باغچې جوړوي.

د دې کورنیو باغچو د جوړېدو چارې نن رسما پيل شوې.

د کونړ ولایت مرستیاله برېښنا شیرزۍ وایي په اوس وخت کې بزګرې ښځې، په اقتصادي، چاپېریال او ټولنیزو بدلونونوکې رغنده رول لري.

آغلې شېرزۍ زیاتوي، چې مېرمنې اوس کولای شي د سبزیجاتو په تولید سره، مرغدارۍ، شاتو د مچیو د روزنې او نورو بېلابېلو برخو کې خپل کورنی اقتصاد پیاوړی کړي.

په ورته مهال د کونړ د کرنې ریاست د کرنیزو چارو آمر نجیب الله عادل وایي، چې د کرنې په برخه کې د ښځو له ځواکمنتیا څخه یې موخه د مېرمنو لپاره کارموندنه ده.

نوموړی وایي دوی هڅه پیل کړې څو مېرمنې خپل کورني تولیدات پياوړي او د کورنیو ستونزو د حل سره سره مارکېټ ته پاک او صحي خواړه وړاندې کړي.

د افغان متشبثو مېرمنو او ازبیک سوداګرو ترمنځ سوداګریز تړونونه لاسلیک شول

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...