یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهولسمشر د لوګر لپاره د ۸۵۷ ښوونکو نوي بستونه منظور کړل

ولسمشر د لوګر لپاره د ۸۵۷ ښوونکو نوي بستونه منظور کړل

تاند ( یکشنبه، د جوزا ۱۶ مه ) سرچینې وایي،  ولسمشر محمد اشرف غني د لوګر ولايت لپاره د ۸۵۷ ښوونکو نوي بستونه منظور کړل.

د چارو ادارې د رياست دفتر مرستيال طارق ستانکزی وايي، په هېواد کې د ښوونځیو د ښوونکو کمښت ستونزې ته په کتو ولسمشر د لوګر ولایت لپاره دا بستونه منظور کړې دي.

هغه زیاتوي چې څو ورځې وړاندې د جمهوري ریاست د چارو ادارې رئيس محمود فضلي، د وزارتونو استازو او د لوګر والي په ګډه ناسته کې د لوګر ولايت لپاره د ۸۵۷ ښوونکو نوي بستونو وړانديز شوی ؤ چې د همدې غونډې په تعقيب سره تازه د ولسمشر غني له لوري د ياد ولايت لپاره د ښوونکو ۸۵۷ نوي بستونه منظور شول.

نوموړي پر خپل ټوېټر ليکلي «د لوګر ولایت اوسېدونکو په غوښتنه په روان کال کې د هغه ولایت د ښوونکو په تشکیل کې ۸۵۷ نوي بستونو وړاندیز شوی ؤ چې د ولسمشر له لوري منظور شول».

باید وویل شي چې د هېواد په مختلفو ولايتونو کې د ښوونځيو يوه مهمه ستونزه د ښوونکو کمښت دی چې دغې ستونزې د پوهنې بهير له يو لړ سترو ننګونو سره مخ کړی او وخت ناوخت يې په هکله خلک توندې نيوکې کوي.

د پوهنې وزارت هم مني چې د ښوونکو د کمښت ستونزه د کابل او ولايتونو ښوونځیو کې شته؛ خو دوی هڅې کوي چې بنسټیزې حل لارې ورته وګوري.

د دغه وزارت چارواکو ویلي چې ډېر ژر به د پلازمېنې او ولایتونو ښوونځیو کې دغې ستونزې ته د پای ټکی کېږدي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني په ځانګړو او جلا جلا فرمانونو کې د ننګرهار او کندهار ولايتونو لپاره د ښوونکو نوي بستونه منظور کړل چې دغه ګام د يادو ولايتونو د استازو له تود هرکلي سره مخ شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب