سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهکورونا له پرون راهیسې په ټول هېواد کې ۵۰ کسان مړه کړي...

کورونا له پرون راهیسې په ټول هېواد کې ۵۰ کسان مړه کړي دي

تاند (یک شنبه د جوزا ۱۶) عامې روغتیا وزارت ویلي، له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په ټول هېواد کې ۵۰ کسان د کورونا ویروس له کبله مړه شوي او ۱۳۷۹ نور کسان پرې اخته شوي دي.

له یاد وزارت څخه په خپرو شوو مالوماتو کې راغلي، په تېره یوه شپه او ورځ کې ۳۷۵ کسان له کورونا څخه بېرته رغېدلي دي او کورورنو ته ستانه شوي دي.

د کورونا ویروس مثبتې پېښې په داسې حال کې زیاتې شوي، چې د هېواد روغتونونه د مصنوعي اکسیجن له کمښت سره مخ دي.
د روغتیایي برخې مسوولینو بیا ویلي، چې دوی هڅه کوي ترڅو دغه ستونزه حل کړي.

د کورونا مثبتو پېښو د مخنیوي په موخه افغان حکومت په یو شمېر ولایتونو کې ټول ښوونځي او پوهنتونونه د دوو اوونیو لپاره رخصت کړي او دغه راز یې په کابل کې ځینې بندیزونه هم ولګول.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي له خلکو غواړي چې کورونو کې پاتې شي، ماسک وکاروي او د روغتیاپالانو لارښوونې په نظر کې ونیسي.

د کورونا له امله د ملکي خدماتو د پاخه عمر مامورین ۲ اونۍ رخصت شول

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب