لیکوال: جان مک ورتر
پښتو ژباړه: تمهید سیلانی
کېداشي تاسو ته د ليکنې عنوان تکرار وي، مګر پۀ دې ليکنه کې د ژبې پۀ هکله نوې او پۀ زړۀ پورې خبرې شته چې پۀ لوستلو ارزي.د شاتو مچۍ کولی شي چې د خپلو را ټولېدو یا اجتماعاتو پۀ اړه يو بل ته خبر ورکړي، مګر دا وړتیا نۀ لري چې د نورو ځايونو پۀ اړه دا ډول معلومات او يا هم نور مفاهیم ولېږدوي. دا توانايي پۀ خپل ذات کې يوه خارق العاده وړتيا ده، چې دوی ته دا امکان پۀلاس ورکوي ترڅو پۀ یو ځانګړې برخه کې لۀ يو بل سره اړيکې ټينګې کړي. ياده کړنۀ چې د مچيو لخوا ترسره کيږي پۀ حقيقت کې دا پۀ یوه محدوده ساحه کې غیر ژبنيزه اړيکۀ ده، چې ورته ژبه نشو ویلی.
ژبه یوازې د کلماتو ټولګه نۀ ده، بلکې د قوانينو داسې ټولګه ده چې موږ ته دا را زده کوي چې وييونۀ څنګه یو دبل پۀ څنګ کې ځای پرځای کړو، چې دا کار د ګرامر دند ده. ګرامري قواعد دا امکانات موږ ته پۀ لاس را کوي چې وييونه څنګه سره ترتیب کړو او داسې جملې توليد کړو چې د ژوند، چاپيريال او تجربو پۀ هکله زموږ احساسات او فکر پکې وړاندی شوی وي. همدارنګه موږ ته دا توانایي راکوي تر څو يو پر بل او یا هم ټولنیزو پېښو خپل تاثیرات ولرو. دا هم امکان لري چې یو کس د يوې ژپې سلګونه وييونه زده کړي، مګر ونشي کولی چې خبرې وکړي حتا تر دې چې یوه ساده جمله وليکي.
کومې اړيکې چې د حیواناتو تر منځ ټينګيږي، لۀ هغۀ ژبې سره چې موږ یې پۀ انساني معنا پېژنو ډېر توپير لري. یو بریتانياوي پېژندل شوي فیلسوف پۀ يو ځای کې ليکلي ؤ:« یو سپی نشي کولی چې د خپل ژوند حالت بيان کړي، هغه غاپي مګر نشي کولی د خپلو همنوعو او والدينو د ژوند او حالت پۀ اړه څۀ ووايي». د شاتو مچۍ د ځانګړو حرکاتو او نڅاوو پۀ ترسره کولو سره کولی شي چې د شاتو د ځای پۀ هکله د کندو غړو ته خبر ورکړي. مچۍ پۀ یو ځانګړي لور او خط سیر چې پۀ هغۀ کې د شاتو کوټه موجوده وي حرکت کوي، دوی پۀ مکرره توګه دخپل شا پۀ ښورولو سره کولی شي چې دشاتو او کندو تر منځ واټن معلوم کړي حتا تر دې چې د شاتو اندازي او کیفیت پۀ اړه د کندو نورو مچیو ته معلومات وړاندې کړي. نو آيا دا ژبه ده؟ د شاتو مچۍ د څۀ ويلو ا و بيان توانایي نۀ لري، دوی يوازې پۀ همدې ځانګړو مواردو کې د غذايي مواد د ځای پۀ اړه یو لۀ بل سره اړيکې ټينګوي، نور د څۀ ویلو وړتیا نۀ لري.
مګر بیزوګان لۀ موږ سره ورته والی لري، دوی پۀدې توانېدلی شي چې پۀ يو ډول لۀ انسانانو سره اړيکې ټينګې کړي. ساموئل پپیس مشهوره بریتانیايي کيسه ليکوونکي پۀ خپل مشهور اثر « استرداد سلطنت » کې ليکلي دي: « بابون چې د بیزو ګانو يو ډول دی، لۀ انسانانو سره دېر ورته والی لري، کېداشي ددې باور ګران وي مګر زما پۀ آند یاد حيوان انسان ګونه یا انسان ته ورته دی. زۀ پۀ دې باوري یم چې دا ډول بیزوګان کولی شي چې انګليسي ژبې ښۀ و پوهيږي او پرې خبرې وکړي همدارنګه ددې ژبې حرکات او اشارې زده کړي.( لاتهام،ار.سی، و دبلیو، متیوز، ویراستار.خاطرات ساموئل پپیس، جلد دوم، برکلی: انتشارات دانشګاه کالفورنیا، ۱۹۷۰)».
پۀ حقيقت کې کومې هڅې چې ځينو کسانو، شامپانزو یا Bonobo (بيزو ته ورته یو ډول حیوان دي) ته د ژبې د زده کړې پۀ برخه کې تر سره کړي دي، محدودې پايليې لۀ ځانه سره لري. پۀ ۱۹۰۹ م کال يو شامپانزه پۀ دې وتوانېده چې د « mama » کلمه زده کړي. پۀ۱۹۱۶ م کال يو اورانگوتان یا orangutan (بیزو ته ورته یو ډول حيوان دی) پۀ دې و توانېدۀ چې د « papa» او « cup » کلمې زده کړي. پۀ نولسو څلوښتمه لسیزه کې يوې بلې شامپانزې یا bonobo د « papa»، « cup »، « mama » او « up » وييونه زده کړل. پۀ دې وروستيو کې څېړونکي هڅۀ کوي چې شامپانزو ته د اشارې ژبه ور زده کړي، چې پۀحقيقت کې دغه هڅې تر یوې اندازې بريالۍ دي او د پاملرنې وړ پايله لري.
پۀ۱۹۶۶ م کال د واشو پۀ نوم يوې شامپانزې چې يو کال عمر یې درلود، د درېيو میاشتو پۀ بهیر کې وشو کولی چې لومړني علایم يا نښې توليد کړي او وروسته لۀ څلورو میاشتو وتوانېده چې ۱۳۲ نښې درک او توليد کړي. هغې د « open» یا خلاصولو فعل چې پۀ لومړیو کې د وره یا دروازې لپاره کارو، وروسته یې دا فعل د ټولو لوښو او حتا د ابو دشير دان لپاره و کارو. نوموړي يو ځل د « water bird » ترکیب د اشارې پۀ توګه د « قو » مارغۀ لۀ پاره وکاروۀ، حتا تر دې چې دۀ وکولی شول ځينې وييونه سره ترتیب کړي او « you me out» لاړ شو د باندې یا هم برويم بیرون، جمله جوړه کړي، مګر دا حيوان ژبه پۀ انساني معنا نۀ کاروي. دوی کولی شي ځينې وخت دوه يا څو کلمې تولید کړي، نۀ د تل پاره.
ځينې څېړونکي پۀ دې باور دي چې د يادو کلمو درک او توليد، دا را ښيي چې ياد حیوانات ددې وړتیا لري چې د ژبې ابتدایي ګرامر و کاوري مګر پۀ واقعیت کې کومې کلمې او وييز جوړښتونه چې ددغۀ ډول حيواناتو تر منځ کارول کيږي، د دوی لۀ پاره يو ځانګړې معنا لري چې پۀ داسې حالت کې ګرامر کومه ځانګړې دنده نشي ترسره کولی. یو بیزو د کلماتو ترمنځ د زنځيري اړيکې لۀ مخې د هغه پۀمعنا پوهېدلی شی، نۀ د پۀ هرې کلمې د جلا مفهوم پۀ توګه .
انسانان لۀ دغو حيواناتو سره د اړيکو ټينګولو لۀ پاره د ډېر وخت مصرفولو ته اړتيا لري، دا پۀ داسې حال کې ده چې ماشومان لۀ خپلو والدينو او اطرافيانو سره د خبرو کولو لۀ پاره د دوی ډېر کم وخت د بیزو ګانو پۀ پرتله مصرفوي. لۀ دې وضعیت څخه داسې څرګنديږي چې بیزو ګان د توليد پر ځای لۀ انسانانو پۀ تقليد کولو ډېر متکی دي.
دچارلز هاکت پۀ نامۀ يو ژبپوه د انساني ژبې لۀ پاره دیارلس اصلي ځانګړنې ټاکي، لۀ هغې ډلې څخه چې پورته ذکر شوي او نور حيوانات بې برخې دي هغه د کلماتو او پېښو ځای پر ځای والی یعنې د هغو پېښو پۀهکله خبرې کول چې پۀ بل ځای کې پېښږي او يا هم د داسې مفاهمو پۀ اړه خبرې کول چې بهرنی وجود و نۀ لري؛ مثلا حیوانات نشي کولی چې د یو غول پیکره موجوده پۀ هکله خپلو همنوعانو ته خبرې وکړي. بل خلاقيت یعنې پۀ خپلسري توګه د کلماتو او مفاهمو داسې اوډون چې پۀ هغۀ کې یوه نوې پديده او د يوې نوې موضوع پۀهکله خبرې شوي وي، لکه څنګه چې انسانان یې تر سره کوي
حیوانات پۀ خپله خوښه او انتخاب اړيکه نۀ ټينګوي، شامپانزې هم هر وخت خبرې نۀ کوي، مګر هغه وخت چې دوی يوڅۀ ته اړتیا ولري او ياهم کوم ځانګړی عمل ترسره کوي، لکه د ډوډۍ خوړل. خو کوم مفهوم چې د واشو پۀ نوم يوې شامپانزې د « قو» کلمې لۀ پاره وکارو، يوه استثنايي پېښه ده، چې د پاملرنې وړ ګڼل کيږي. آیرن پپربرګ پۀبراندیس پوهنتون کې د ارواپوهنې استاد د ۱۹۷۰ لسیزې پۀ پای کې يوې خاکستري رنګه افريقايي طوطي ته چې آلکس نومېده ښودلي ؤ، چې د څيز نومونو د رنګونو او اضلاعو پۀ هکلۀ پوښتنو ته ځواب ورکړي؛ لۀ يوه نه تر شپږو پورې شمېرنه وکړي، ډوډۍ ډې وغواړي او د غږونو او نومونو مطابقت دې وکړي.
لۀ آلکس څخه يو ځل د يو آواز د نوم پوښتنه وشوه، دۀ پۀځواب کې وچه مېوه وغوښته چې دا کار يې څو ځله تکرار هم کړ د آلکس لۀ پاره ژبه شرطي شوې وه؛ کله به چې لۀ دۀ څخه د رنګونو پۀ هکله پوښتنه وشوه، دۀ سم ځواب ورکو. مګر دا وضعيت تر دې چې ددې مارغه ژبنيز مهارت څرګند کړي د نوموړي د ذهني ځيرکتیا کچه هم ښکاره کوي. هغۀ کله ناکله د ستړيا لۀ امله يوازې ۸۰ ٪ پوښتنو ته سم ځوابونه ورکول؛ ددغۀ مارغۀ لۀ پاره ژبه د لوبې ديو ډول پۀ توګه شمېرل کېده، نۀ د مفاهمو د بیان او يا هم هغه څۀ چې ددۀ پۀذهن کې ګرځي.
د انسانانو ژبه څۀ وخت را منځته شوه؟ ژبه هغه وسیله ده چې د انسانانو توپير لۀ نورو حيواناتو سره پرې ترسره کيږي. پۀ براون پوهنتون کې د ژبپوهنې استاد فیليپ لیبرمن پۀ دې باور دی چې د انسانانو حنجره د حيواناتو پۀ پرتله لاندنۍ برخه کې واقع شوې ده، چې دې حالت د خولې سوري ته اوږدوالی او لوی والی ورکړی دی، نو پۀ فیزيکي لحاظ لۀ همدې امله انسانانو ته د خبرو کولو امکانات رامنځته شوي دي. د فيلیپ پۀ باور د ماشومانو، بيزوګانو او نیاندرتالونو neanderthal حنجره لۀ پورتني وضعیت سره ورته نۀ دی، نو ځکۀ خبرې نشي کولی.د فليپ فرضيه بحث پارونګې او ننګونکې فرضيه ده؛ ځکه پۀ انسانانو کې حنجره د بلوغيت پۀ مرحله کې کښته راځي، خو دا پۀ داسې حال کې ده چې لۀ دې ډېر وړاندې هم انسانانو خبرې کړي دي.
کۀ څۀ هم د انسانانو يو ډول ۱۵۰۰۰۰ کاله وړاندې را منځته شوي دي، مګر ځينې بيا د لرغون پوهنيزو او جنیټیکي شواهدو لۀ مخې پۀ دې باور دي، چې لۀ ۵۰ زره کاله وړاندې را پۀ دېخوا د هغوی د مهارتونو پۀ رشد کې يو لوی بدلون را منځته شوی دی، چې د ژوند لۀ پاره د مناسبو توکو جوړول، د سوريو یا څمڅو کندل، د غشي او ليندۍجوړول او د سرپناه جوړونه لۀ هغو تعیراتو څخه شمېرل کيږي.
د Big bang بیګ بانګ یا لویې چاودنې نظريې پلويان د یادې موضوع پۀ هکله وايي چې د انسانانو لومړۍ بڼه خوا و شا دوه میلیونه کال پخوا را منځته شوي دي؛ پنځلس سوه زره کاله پخوا د انسان د مغز اندازه د اوسني يا مدرنه انسان لۀ مغز سره یوشان و او سل زره کاله پخوا د نیاندرتالونو د مغز اندازه زموږ لۀ مغز څخه زیاته وه. دغه ډله څېړونکي پۀ دې باور دي چې انسانانو پۀ دې موده کې پۀ فرهنګي لحاظ ډېر پرمختګ نۀ دی کړی.
د چين پۀ ژوکوديان (zhoukodain) په سمڅو کې د لرغون پېژندونکو موندنې چې تر ۳۰۰ – ۵۰۰ زورو کلونو وړاندې پورې مربوطيږي، څرګندوي چې د انسانانو ډولونو پۀ دغه دور کې چندانی فرهنګی پرمختګ نۀ دی کړی. پۀ هاوايي پوهنتون کې د ژبپوهنې او د ژبې د تکاملي برخې متخصص درک بیکرتون پۀ باور:« دا ډول انسانانو درې ميلیون کلونۀ پخوا پۀ بې حفاظه او لوغړلو څمڅو کې ژوند درلود، دوی د خپلو خوړو لوښي لۀ ایرو څخه جوړول او د خپل ژوند پۀچاپيريال کې يې ډېره بې نظمي او الوګي را منځته کړې وه.» نو د يادو مسايلو پر بنسټ خينې پۀ دې باور دي چې پۀ انسانانو کې ژبنيزه وړتيا د يو ژنتيکي جهش لۀ مخې خوا و شاه ۱۰۰ زره کال پخوا، وروسته د هوموساپینس (homo sapiens) لۀ ظهور څخه را منځته شوي دي.
لۀ دې سره سره د اروپا پۀ ځينو برخو او تر ډېره د افريقا پۀ ځينو برخو کې نوې موندنې د انسان د ذهني پرمختګونو لۀ فعالیتونو پرده پورته کوي. دا موندنې ښيي چې د انسان ذهني رشد تکاملي او تدريجي بڼه لري او پيل يې د دوی د لومړنيو بڼو هومو ادکتوس (homo edectus) یا په دوو پښو ګرځېدونکي ياهم upright human ته ور ګرځي. موږ د دغو شواهدو لۀ مخې کولی شو، چې د ژبې د پيدايښت پۀ هکله د لویې چاودنې یا big bang نظريه رد کړو. کۀ چېرې د ژبې ذهني رشد پۀ اروپا کې خوا و شا ۵۰ زره کاله پخوا او پۀ استرليا کې تر دې وړاندې یعنې ۷۰ زره کلونو ته ور ګرځي، نو ژبه څنګه د يو ذهني خوځښت پۀ توګه پۀ ټوله نړۍ کې خپره شوه؟
پۀافريقا کې د انسانانو ژبه د هوموساپینس (homo sapiens) لۀ ظهور يا هم دانسانانو له لومړنیو ډولونو سره يوځای را منځته شوې ده. ځينې بیا پۀ دې باور دي چې د انسان پۀ بدن کې يو ځانګړی جین د «foxb2 » پۀ نوم د ژبني ځانګړتيا او وړتیاوو پۀ موخه موجود دی، چې جوړښت يې پۀ انسانانو کې سل زره کاله پخوا ته ور ګرځي یعنې ډېر وړاندې تر هغه چې د لویې چاودنې يا big bang نظريې پلویانو ټاکلي دي.
د راتلونکې ليکنې سرليک: ژبه کله رامنځته شوه؟
سرچينې
1- Bickerton, Derek. Language and Human Behavior. Seattle: University of Washington Press, 1995.
2-Language and Species. Chicago: University of Chicago Press,1990.
3-Crystal, David. The Cambridge Encyclopedia of Language. Cambridge: Cambridge University Press, 1987chapter 64: “Language and Other Communication Systems,” pp. 396-403).
4-Oppenheimer, Stephen. The Real Eve: Modern Man’s Journey out of Africa. New York: Carroll & Graf, 2003.
5-Cavalli-Sforza, Luigi Luca, and Francesco Cavalli-Sforza. The Great Human Diasporas. Cambridge, MA: Perseus Books, 1995.
6-Hockett, Charles F. “The Origin of Speech.” Scientific American 203 (September 1960).
7-Pepperberg, Irene Maxine. The Alex Studies: Cognitive and Communicative Abilities of Grey Parrots. Cambridge, MA: Harvard University Press, 2002.
8-Wallman, Joel. Aping Language. Cambridge: Cambridge University Press, 1992.
ډېر ښکلى او په زړه پورې معلومات وه، روغ او خوشحاله اوسى