Home+د افغانستان او بنګله دېش د فوټبال لوبډلې مساوي شوې

د افغانستان او بنګله دېش د فوټبال لوبډلې مساوي شوې

تاند- (پنجشنبه، د جوزا ۱۳) په اي (E) ګروپ کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د اسیايي جام او نړیوال جام لپاره په مقدماتي سیالیو کې نن د بنګله دېش له لوبډلې سره مسابقه مساوي کړه.

دا لوبه د افغانستان په وخت د مازدیګر شپږ نیمې بجې د قطر د پلازمېنې دوحې په جاسم بن حمد لوبغالي کې پیل شوه.

د مسایقې په لومړۍ نیمايي کې هیڅ لوبډلې ګول ونه واهه خو په په ۴۷ دقثیقه امیرالدین شریفي د افغانستان لپاره ګول وواهه.

د بنګله دېش لوبغاړي توپو برمالن په ۸۳ یمه دقیقه سیالي مساوي کړه.

د فوټبال نړیوال جام سیالۍ په ۲۰۲۲ او اسیايي اتلولۍ په ۲۰۲۳ م کال کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...