Homeخبرونهترکیې ومنله چې د حامد کرزي هوايي ډګر امنیتي مسوولیت په غاړه...

ترکیې ومنله چې د حامد کرزي هوايي ډګر امنیتي مسوولیت په غاړه واخلي

تاند(جمعه، د جوزا ۱۴) د ترکیې حکومت له ناټو سره د ۱۳۰ ملیون ډالرو په بدل کې موافقه کړې چې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر امنیت وساتي.

د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د پلازمېنې کابل له زړه څخه ۱۶ کیلومتره لېرې دی.

دا هوايي ډګر د پوځي چارو لپاره هم کارول کېږي.

د کابل د حامد کرزي هوايي ډګر د اریانا افغان هوايي شرکت، کام اییر، صافي اییروېز او نورو هوايي شرکتونو مرکز هم دی.

ترکیې وروسته له دې د دغه هوايي ډګر د امنیتي چارو مسوولیت په غاړه واخیست چې مخکې په دې اړه شکونه وو چې ترکیه به دا مسوولیت ومني او که ونه مني.

د امریکايي او ناټو ځواکونو د بشپړه وتلو لپاره د سپټمبر یوولسمه وروستۍ نېټه ټاکل شوې ده.

تېره میاشت د افغانستان د ملکي هوايي چلن ادارې له ناټو څخه وغوښتل چې د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر بشپړ کنټرول وروسپاري.

وېره ده چې له ناټو څخه افغان ځواکونو ته د حامدکرزي هوايي ډګر د مسوولیتونو له سپارل کېدو وروسته به پر دغه هوايي ډګر د طالبانو بریدونه زیات شي. طالبانو له بهرنیانو سره موافقه کړې چې د هغو پر مرکزونو به بریدونه نه کوي خو کله چې بهرني پوځیان له دغه هوايي ډګره ووځي، طالبان به پرې بریدونه پیل کړي.

2 COMMENTS

  1. د کابل نړیوال هوايي ډګر د افغانستان د ملت ملکیت دی . دا په حامدکرزي اوکوم بل شخص پورې اړه نه لري . دا هوایی ډګر د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه د واکمنۍ په موده کې جوړشوی دی. ښاغلي کرزي د دې میدان په جوړولو کې کومه ونډه نده اخیستې او که احیانا د کوم چا د افتخاري نوم ورباندې ږدئ نو د غازي امان الله خان نوم تر ټولو غوره دی ، هغه د لومړي ځل لپاره افغانستان ته الوتکې وارد کړې .
    که طالبان ځانونه د افغانستان اتباع او مدافعین ګڼې ، دوی به هېڅکله په داسې مهم او حیاتي ځای برید ونکړي . په میدان کې سلګونه ملکي الوتکې هم شته اودا د اشخاصو او دولت ملکیت دی چې ارزښت یې میلیونو دالرو ته رسیږي.

  2. بیادر چار کلا ره خدا داده قهرمان ساز ، قبر ساز، نامگذاری اماکن پول و تنگه ساعت شان تیر است دیگه !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...