پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهد افغانستان او بنګله دېش ترمنځ فوټبال لوبه یوـ یو مساوي شوه

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ فوټبال لوبه یوـ یو مساوي شوه

تاند ( پنج شنبه، د جوزا ۱۳) د افغانستان او بنګله دېش فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ لوبه یو په یو مساوي پای ته ورسېده.

دا لوبه څو شېبې وړاندې پای ته ورسېده.

افغان لوبډلې که څه هم په لومړیو کې یو ګول وهلی وو او پر بنګله دېشۍ لوبډلې برلاسې وه، خو بنګله دېش د لوبې په ورستیو کې د یوه ګول په وهلو سره لوبه مساوي کړه.

د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي ،دا د فوټبال ۲۰۲۲ کال نړیوال او د ۲۰۲۳ کال د آسیا د ملتونو جام د پيل لوبې دي.

افغان لوبډلې تر دې وړاندې له اندونیزیا او سینګاپور سره تمریناتي لوبې ترسره کړي دي.

افغان لوبډلې په لومړۍ لوبه کې د ۳ ګولونو په وهلو سره د اندونېزیا لوبډله ماته کړه او دوهمه لوبه یې له سینګاپور سره ۱ په ۱ مساوي پای ته ورسېده.

افغان لوبډله له دې وروسته د هند لوبډلې سره لوبه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب