Homeخبرونهد ملي دفاع وزارت: په ۲۴ ساعتونو کې ۲۲۳ وسله وال طالبان...

د ملي دفاع وزارت: په ۲۴ ساعتونو کې ۲۲۳ وسله وال طالبان وژل شوي

تاند – د افغانستان د ملي دفاع وزرات د هېواد په بېلا بېلو برخو کې له افغان ځواکونو سره نښتو کې د کابو ۳۵۰ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د ملي دفاع وزارت نن پنجشنبه/ د جوزا ۱۳مه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ننګرهار، لوګر، وردګ، غزني، زابل، کندهار، هلمند، اروزګان، بادغیس، هرات، فراه، جوزجان، تخار او بغلان ولایتونو کې اوښتې ده.

د خبرپاڼې له مخې، د افغان ځواکونو په دغو عملیاتو او نښتو کې ۲۲۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۲۶ نور ټپیان شوي دي.

د ملي دفاع وزرات وايي، جګړو کې د طالبانو وسلې او مهمات او ۲۰ ماینونه هم له منځه وړل شوي.

طالبانو بیا تر اوسه په دې هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...