پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهپنجشېر ته د سیلانیانو په ورتګ بندیز ولګېد

پنجشېر ته د سیلانیانو په ورتګ بندیز ولګېد

تاند — پنجشېر کې ځايي چارواکو د کورونا د خپرېدو مخنیوي لپاره دغه ولایت ته د سیلانیانو په ورتګ بندیز ولګاوه.

د پنجشېر د والي ویاند منصور عنابي وايي، د کورونا ویروس د چټک خپرېدو د مخنیوي لپاره یې دا پرېکړه کړې ده او له ځايي خلکو یې هم غوښتي چې راتلونکو ورځوکې له غونډو او تګ راتګ ډډه وکړي.

پنجشېر ولایت ته داسې مهال د سیلانیانو په ورتګ بندیز لګېدلی چې د روغتیا وزارت د کورونا د مخنیوي په خاطر په ۱۶ ولایتونو کې د دوو اونیو لپاره تحصیلي او تعلیمي مرکزونه رخصت کړي دي.

د کابل شمال ته پنجشېر تېرو دوو لسیزو کې تر ټولو امن ولایت پاتې شوی چې له امله ځینې کورنۍ له امنیتي اندېښنو پرته دغه ولایت ته په چکر ځي.

اخوا بیا د روغیتا وزارت سرپرست وحید مجروح وايي چې ورځ تر بلې په افغانستان کې د کورونا ویروس پېښې زیاتېږي او د اکسېجن کمی ډېرېږي.

ښاغلي مجروح نن پنجشنبه/ د جوزا ۱۳مه/ د کابل په محمد علي جناح روغتون کې د کورونا ناروغانو لپاره د سل بستره څانګې پرانیست غونډه کې وویل، “روغتونونه پرانیستل او بسترونه زیاتول حل لار نه ده، ترڅو د کووېډ-۱۹ نوي مرکزونه پرانیځو، ترڅو به سپارښتنې کوو که دا حل لار وی، د هند روغتیايي سیستم به لاس تر زنې نه کېناست. “

هغه په دغه روغتون کې د اکسیجن تولیدولو کارخونې ته په اشاره وویل، چې په کابل کې د کووېډ-۱۹ درملنې لومړنی مرکز او د وړتیا له مخې افغانستان کې د کورونا د درملنې تر ټولو ستر مرکز دی چې اکسیجن په کې تولیدیږي.

د وحید مجروح په وینا، افغانستان کې د کووېډ-۱۹ درملنې له څو مرکزونو پرته چې خپله اکیسجن تولیدوي، نورو ته د ډبو له لارې اکیسجن رسېږي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵۰۹ کسان په کورونا اخته شوي او ۳۴ نور ترې مړه شوي دي.

د رسمي شمېرو له مخې تراوسه په افغانستان کې کورونا تر ۷۶ زرو ډېر کسان نیولي او تر درې زرو ډېر ترې مړه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب