پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهد روسیې د استخباراتو ريیس اټکل کوي چې د افغانستان حالات به...

د روسیې د استخباراتو ريیس اټکل کوي چې د افغانستان حالات به ژر خراب شي

تاند(پنجشنبه، د جوزا ۱۳) د روسیې د بهرنیو استخباراتو رييس سرګی ناریشکین اټکل کوي چې د افغانستان حالات مخ په خرابېدو دي.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، ناریشکین د بیلاروس د دولتي استخباراتو یا کې جي بي له رييس سره له کتنې وروسته نن خبریالانو ته وویل«وګورئ دا اوس په افغانستان کې څه روان دي. له بده مرغه د دغه هیواد حالات مخ په خرابېدو دي. د یوې کورنۍ شخړې په خوا روان دي. موږ په اسانه وړاندوینه کولی شو چې دا جګړه به په لنډ وخت کې پراخه شي.»

د روسیې د بهرنیو استخباراتو د رييس په باور د افغانستان حالات په دې خاطر په خرابېدو دي چې امریکا او ناټو په تېرو ۲۰ کلونو کې د دې هیواد د حالاتو په سمولو کې پاتې راغلل.

له دې سره په یو وخت د ملګروملتو په تازه راپور کې هم د افغانستان پر وضعیت اندېښنه ښوول شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب