جمعه, سپتمبر 27, 2024
Home+لغمان کې "یو غږ د سولې لپاره" تر سرلیک لاندې مشاعره ترسره...

لغمان کې “یو غږ د سولې لپاره” تر سرلیک لاندې مشاعره ترسره شوه

نن د لغمان په مرکز مهترلام کې “یو غږ د سولې لپاره ” تر سرلیک لاندې مشاعره ترسره شوه چې د دې ولایت سربېره د کابل، ننګرهار او کونړ ولایتونو ګڼ شمېر شاعرانو، لیکوالانو، فرهنګیانو، د مدني ټولنو استازو، ځوانانو، ورزش کارانو، خبریالانو او مېرمنو په‌کې ګډون کړی وو.

یاده مشاعره چې په لغمان کې د سولې ولسي حرکت او د سولې معمارانو مدني بنسټونو له لوري برابره شوې وه، په‌کې راغلو مېلونو سولې، یووالي، امن او باثباته افغانستان ته خپل ځانګړي شوي شعرونه، غزلونه او ترنمونه وویل، چې د ګډون والو لخوا له هرکلي او چک – چکو سره بدرګه شول.

دوی د شعر ژبه افغانستان کې روانه جګړه وغندله او د جګړې له ښکېلو خواوو یې وغوښتل چې د سولې له روانې پروسې سره یو ځای او روانه وینه تویېدنه بنده کړي.

د مشاعرې ګډونوالو همداراز د لغمان په ګډون د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې روانه جګړه بدمرغه او تلپاتې سولې ته د نه رسېدو لاره وبلله او زیاته یې کړه، چې د جګړې ښکېل اړخونه باید دایمي اوربند وکړي.

یاده غونډه کې یو شمېر د مدني ټولنو استازي د سولې پروسې فعالان ونومول شول او ډالۍ ورکړل شوې.

د دې ترڅنګ د لغمان د تیاتر ټیم له‌لوري د سولې په تړاو تمثیلي ټوټې هم د غونډې په دوام وړاندې شوې، چې خلک یې په‌کې سولې او یووالي ته هڅول.

لغمان کې دا مشاعره په داسې حال کې ترسره کیږي، چې لا هم هلته د مرکز مهترلام په څو کیلومترۍ کې افغان ځواکونه او طالب وسله وال یو او بل ته ګوته په ماشه ناست دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب