شنبه, مې 11, 2024
Homeخبرونهعبدالله: له سولې د پخوا په شان لرې یو

عبدالله: له سولې د پخوا په شان لرې یو

تاند — د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر د سولې روانو مذاکراتو ته په اشارې وايي چې افغانستان له سولې همدومره لرې دی لکه څنګه چې پخوا لرې و.

عبدالله عبدالله چې نن پنجشنبه/ د جوزا ۱۳مه/ یې به کابل کې د جنرال داود داود په تلین غونډه کې وینا کوله وویل، که څه هم د سولې خبرې پیل شوې او دوام لري، خو تر اوسه پورې کوم پرمختګ په کې نه دی شوی.

نوموړي وویل، “موږ له سولې دومره لرې یو، لکه څنګه مو چې پخوا ترې واټن درلود.”

هغه زیاته کړه، سره له دې چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه د وتلو په حال کې دي، خو د دولت مخالفین په جګړه ټینګار کوي او غواړي چې له همدې لارې د افغانستان ستونزه حل کړي، خو په وینا چې د افغانستان ستونزه یوازې د خبرو له لارې حل کېدای شي نه د جګړې له لارې.

عبدالله له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې وویل، سره له دې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل به تاثیر ولري؛ خو شرایط له افغانستانه د شوروي د ځواکونو له وتلو سره توپیر لري.

دده په وینا هغه مهال نه یوازې دا چې کورنۍ ستونزې وې، بلکې نړیوالې ټولنې هم افغانستان ته شا کړې وه خو اوس ټوله نړۍ له افغانستان سره اړیکي لري او د خپلو مرستو په اړه یې ډاډ ورکړی دی.

ده د جمهوریت په لیکو کې هم د اختلافاتو یادونه وکړه، خو د جزیاتو له ورکولو پرته یې وویل، چې دا اختلافات به ډېر ژر حل او یوې پایلې ته به ورسېږي.

د عبدالله عبدالله په خبره چې د سیاسي اختلافاتو حل تدبیر او د فکر یووالي ته اړتیا لري او خلک باید د دغه کښتۍ تر څنګ (نظام) ودرېږدي او له سقوط څخه یې مخینوی وکړي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې له اوږده ځنډ وروسته د افغان دولت د سولې مرکچي ټیم ځیني غړي دوحې ته د بین الافغاني مذاکراتو د بیا پیل لپاره تللي دي.

1 COMMENT

  1. دا تعجبه نه دی چی صلحه په افغانستان کښی د ډبل قاتل جاسوس عبدالله او دده همقطارو قاتلو په واسطه د نورو قاتلو او جاسوسانو سره نشی راتللۍ ، دوی دواړه خواوی د اجنبیو له خوا د افغانستان ملت تباه کولو لپاره لګیا دی او ددوی ملی خیانت ته ئي شعار صلحه ورکړۍ دی ، که اجنبیان د صلحی صادقانه طرفدار وائی او دائی یقینی ارزو وائی نو ددی قاتلو او ملی خائينو سلاحګانو ځمکی ایښودلو ته یو ملی صادق چی په هیڅ ګروپ پوری تړلۍ نه وائی رامینځ ته شوۍ وای او نه باید دا دنده دی قاتلانو او ددی قاتلانو اولادونو ته سپارل شوی وای ، ددی فریبی صلحی شعار سره دواړه خواوی په هدایت سره د ملت قتل باندی اخته دی او ملامتیا په یو او بل سره اچوی !!!!! ددی فریبی صلحی شعار په واسطه غوښتل کیږی چی افغان ملت باالخصوص اطفال او ځوانان د روحی بیماریو باندی ګرفتاره کړی او دا حالت راغلۍ هم دی ، ددی قاتلانو ذهن کښی صلحه د افغان ملت لپاره نه ځای لری او نه ددی لپاره دوی تربیه شوی دی !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب