جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د پاکستان سوداګریزې لوبې ۶ ورځې نورې هم وځنډېدې

د پاکستان سوداګریزې لوبې ۶ ورځې نورې هم وځنډېدې

تاند ( پنج شنبه، د جوزا ۱۳) د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) شپږم پړاو پاتې لوبې یو ځل بیا وځنډېدې.

پاکستاني رسنۍ وایي، چې د یاد لیګ پاتې لوبې به د جون په ۹مه نېټه پیل شي او پایلوبه به د جون په ۲۴مه نېټه ترسره شي.

د پاکستاني رسنیو په راپور کې ویل شوي، چې د پاکستان کرکټ بورډ د یادو لوبو نېټه کره کړې او د ورځې به دوه دوه لوبې ترسره کېږي.

د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې هم د پاکستان کرکټ بورډ اعلان کړی و، چې د پاکستان سوپر لیګ پاتې لوبې به د جون په ۵مه نېټه پیلوي، خو د ځينو ستونزو له امله اوس د جون نهمې نېټې ته وځنډېدې.

د پي اېس اېل ترڅنګ د هند غوره لیګ هم د کورونا له امله ځنډېدلی او مینه وال یې بیا پیل ته شېبې شماري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب