Home+د افغانستان د فوټبال لوبډله نن له بنګله‌ دېش سره لوبه لري

د افغانستان د فوټبال لوبډله نن له بنګله‌ دېش سره لوبه لري

تاند ( پنج شنبه، د جوزا ۱۳) د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډله نن  د بنګله دېش فوټبال ملي لوبدلې سره لوبه لري.

دا لوبه مازېګر شپږ بجې پیلېږي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي ،دا د فوټبال ۲۰۲۲کال نړیوال او د ۲۰۲۳ کال د آسیا د ملتونو جام د پيل لوبې دي.

افغان لوبډلې تر دې وړاندې له اندونیزیا او سنګاپور سره تمریناتي لوبې ترسره کړي دي.

افغان لوبډلې په لومړۍ لوبه کې د ۳ ګولونو په وهلو سره د اندونېزیا لوبډله ماته کړه او دوهمه لوبه یې له سینګاپور سره ۱ په ۱ مساوي پای ته ورسېده.

سرچینه زیاتوي، چې افغان لوبډله په قطر کې ده او د بنګله دېش پر وړاندې لوبې لپاره یې تېره شپه پوره تمرینات کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...