جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+نیدرلنډ، آیرلنډ څخه لومړۍ یو ورځنۍ لوبه وګټله

نیدرلنډ، آیرلنډ څخه لومړۍ یو ورځنۍ لوبه وګټله

تاند ( پنج شنبه، د جوزا ۱۳) د نیدرلنډز او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه نيدرلنډ لوبډلې وګټله.

نیدرلنډ پچه وګټله او لومړی یې ټوپ وهنه وکړه.

یادې لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۵ منډې وکړې.

ټیم وان در ګګتین ۴۹، لوګن وان ۲۹، ثاقب ذوالفقار ۲۳ او مېکس اوداود هم ۲۳ منډې وکړې.

آیرلنډي جوش لېټل او کریګ ینګ ۳-۳ لوبغاړي وسوځول.

آیرلنډ ټاکل شوی هدف پوره نه شو کړای او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو یواځې ۱۹۴ منډې وکړې.

پال سټرلینګ ۶۹، سیمي سینګ ۴۵ او انډي مک براین ۱۷ منډې وکړې.

نیدرلنډ ته بیا پیټر سیلر ۳ او لوګن وان بیک ۲ آیرلنډي لوبغاړي وسوځول.

د یادو دواړو لوبډلو ترمنځ به دوهمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه د جون په ۴مه نېټه سبا جمعه ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب