جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد م.م. د امنیت شورا راپور: د طالبانو مشران پر سولې باور...

د م.م. د امنیت شورا راپور: د طالبانو مشران پر سولې باور نه لري

تاند(پنجشنبه، د جوزا ۱۳) ملګروملتو په یوه تازه راپور کې ویلي چې طالبان په افغانستان کې د اکثرو هدفي وژنو مسوولیت په غاړه لري او له دې کاره یې هدف دا دی چې د افغانستان دولت او مدني ټولنه کمزورې کړي.

په دې راپور کې دغه راز ویل شوي چې د طالبانو له لوري د افغانستان حکومت ته ګواښ زیات شوی او دا ډله لا هم له القاعده شبکې سره نژدې ده.

د ملګروملتو د امنیت شورا په دې راپور کې، چې پرون (چهارشنبه) خپور شو، ویل شوي، که ضروري اقدامات ونه شی، ممکن دا ډله بیا واک ته ورسېږي.

دا راپور، چې د ملګروملتو څارونکې ډلې چمتو کړی، په داسې حال کې خپور شو چې په راتلونکو څو میاشتو کې درست نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځي.

د ملګروملتو دا ډله، چې په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو د څارلو مسوولیت لري، وايي چې طالبان د القاعده له تروریستي ډلې سره نژدې اړیکې لري.

په راپور کې راغلي، سره له دې چې د امریکا ولسمشر او نورو چارواکو ویلي چې طالبانو له القاعده سره د اړیکو د پرې کوړلو ژمنه کړې خو دواړو ډلو داسې هیڅ نښه نه ده ښوولې چې په خپل منځ کې دې یې اړیکې شلولې وي او حتي که دوی په موقتي ډول هڅه کړې چې په خپل منځ کې اړیکې پټې کړي، بیا هم ظالبانو ویلي چې دا خبره سمه نه ده.

د امنیت شورا په راپور کې دې ته په اشارې چې د طالبانو د مشرانو یوه لویه برخه د سولې له پروسې سره هیڅ لېوالتیا نه لري، ویل شوي چې د طالبانو د مشر دواړه مرستیالان ملایعقوب عمري او سراج الدین حقاني د سولې مخالفت کوي او د جګړې له لارې د حللارې ملاتړ کوي.

راپور زیاتوي، حقاني د طالبانو په منځ کې د غښتلې ډلې حقاني شبکې مشر هم دی چې د طالبانو په منځ کې نیمه خپلواکه ډله ده.

د ملګروملتو د څارونکې ډلې په راپور کې ویل شوي چې طالبان تر پخوا زړه ور شوي او اوس یې ډېر تمرکز د ولایتونو پر مرکزونو دی.

په دې راپور کې د طالبانو د عوایدو یادونه هم شوې او ویل شوي چې دا ډله د کال د ۴۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت پیسې له کانونو څخه او همدومره نورې له مخدرو موادو ترلاسه کوي.

3 COMMENTS

  1. يوه ډله چې هم يي پرتوګ ور وباسي، مشران پنجاب کې ورک او مړه سي، کورنۍ يي د ای اس ای له خوا تعقيب وي، دوی خپله بې اجازې خوراک هم نسي کولی، پاسپورټ يي د پنجاب او ايران وي، په لاسونو تړلي وي، په سر يي بوجی ور تړلی وي، او مشران يي بیا له ګوانتانامو نه خلاص سي او بیا د‌پنجاب پښتو ته پراته وي او آمر ته يي ګوري نو بیا هغه حکومت او نړيوال يا شنه خره دي او يا دوی هم له تجربو څه نه دي اخيستي…

  2. دا داستعمار او شیطانی ځاله دغریبو ملکو دبدبختی سبب او دقدرتمنو دولتو خادمه اداره داعتبار وړ نده.
    ننی دنیا نوی عادل بین المللی نظام ته ضرورت لری.
    یو ملت باید دخپلو مصالحو په سر خپله آینده وټاکی نه دشیطانانو په وسوسو او بدنیتی.

  3. پنجابی پاکستان پدی پوره ډاډه دی چی ددوی غلام پلویان کابل کښی ( د پنجابی پاکستان جعلی ایجاد شوی تنظیمونه او د کوچنیوالی څخه تربیه شوی طالبان ) او طالبان د پنجابی پاکستان اوامرو ته تام وفاداره دی او همدا علت دی چی پنجابی پاکستان د تنظیمونو او طالبانو تر مینځ د جوړ جاړی چیغی وهی تر څو چی پنجابی پاکستان ددوی له لاری خپلو دوښمنانه پلیتو شومو هدفونو ته ورسیږی او دا د امریکا او انګلیس ارزو هم دی ، ای افغانانو تر څو باید افغان ملت وځپل او تباه شی او د بی غیرته انګلیس لاسپوڅی پنجابی پاکستان تر رهبری د افغان ملت ځلانده تاریخ تر خاورو لاندی شی نو وروسته له هغی بیا دا سوی چیغی ځای نه نیسی ، پدی زه کاملآ ایمان لرم چی ننګیالی بی سواده افغانان به تر مرګه د افغانستان د خاوری تمامیت او استقلال ساتلو لپاره مقاومت وکړی اما همدا غیرتی بی سوداه ملت صادقو د خپلی خاوری مینه ناکو منورینو ملاتړ ته ضرورت لری نو اوس ئی وخت دی په اتحاد سره راپورته شۍ او دغیرتی ملت خوا ونیسۍ او افغان غیرتی ملت سره د اجنبیو او د اجنبیو غلامانو شومو پلیتو پلانونو پر ضد اواز راپورته کړۍ !!!!!

    د افغانستان استقلال او د خاوری تمامیت د اجنبیانو په مرسته همدی کمونیستانو ( شوروی کمونیستانو ، شعلیانو ، ستمیانو ، سامایانو ) ، اخوانیانو ، طالبانو او تربیه شوو دیموکراتانو د خطر سره مخامخ کړۍ دی اوددی اوسنی دوزخی حالت خلاصون لپاره صادق ملی منورین د صادقانه اتحاد لپاره باید لاسونه سره ورکړی او د یوی تاریخی غونډی جوړیدو لپاره تپ و تلاش باندی لاسونه پوری کړی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب