جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمسؤلان: په هرساعت پرچاوۍ د برېښنا شرکت تر ۳ میلیونه افغانیو زیان...

مسؤلان: په هرساعت پرچاوۍ د برېښنا شرکت تر ۳ میلیونه افغانیو زیان ویني

تاند ( پنج شنبه، د جوزا ۱۳) د افغانستان د برېښنا شرکت مسوولان وایي د برېښنا د پرچاوۍ له امله په هر ساعت کې تر درې میلیونو افغانیو پورې زیان  ور رسېږي.

د یاد شرکت مسوولان زیاتوي، چې د ناپېژانده وسله والو له لوري د برېښنا د پایو نړول د اندېښنې وړ مسئله ده او امنیتي ادارې باید په دې اړه جدي اقدامات ترسره کړي.

د دغه ریاست د کارکونکو په خبره د برېښنا په هر ساعت پرچاوۍ برېښنا شرکت شاوخوا ۲،۷ میلیونه افغانۍ زیان ویني.

د سرچینې په خبره، د برېښنا هره پایه سل زره امریکایي ډالره لګښت لري او دوی اړ وي، چې د دغه پایو توکي له ترکیې یا ایران وارد کړي.

یاد شرکت د پایو نړول ملي خیانت بولي او پر امنیتي ادارو غږ کوي، چې د عامه تاسیساتو په ساتنه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د افغانستان د برېښنا شرکت داسې مهال دا څرګندونې کوی، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د برېښنا ۱۴ پایې د هېواد په یو شمېر سیمو کې په بمونو الوزول شوي دي.

تازه وړمه شپه هم د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا یوه پایه په بمونو والوزول شوه، چې له امله یې د مرکز په ګډون د یو شمېر ولایتونو برېښنا هم قطع شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب