جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار په دوو ولسوالیو کې د پاکستانیانو په ګډون ۴۷ طالبان...

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې د پاکستانیانو په ګډون ۴۷ طالبان وژل شوي

تاند ( پنج شنبه، د جوزا ۱۳) د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو او هسکې مېنې ولسوالیو کې افغان ځواکونو د هوایي او ځمکنيو بریدونو پرمهال ۴۷ طالبان وژلي دي.

د دې ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، تېره شپه د خوږیاڼو ولسوالۍ په خواران، زاوې، قیلغو او ګړباوې سیمو کې امنیتي ځواکونو هوایي او ځمکني بریدونه کړي، چې پرمهال یې ۱۷ طالبان وژل شوي دي.

خوږیاڼی وایي په وژل شویو طالبانو کې ۸ یې پاکستاني اتباع دي.

نوموړی زیاتوي ، چې دغه راز په دې نښتو کې ۱ افغان سرتېری وژل شوی او ۲ نور ټپيان دي.

خوږیاڼی دغه راز د یوه بل خبر له مخې وايي، چې د هسکې مینې ولسوالۍ په تړلي کنډو سیمه کې تېره شپه د هوایي بریدونو پرمهال ۳۰ طالبان چې ګڼ یې افریدي او اورګزي دي وژل شوي.

نوموړی وایي په دې بریدونو کې ۶ طالبان ټپيان شوي هم دي.

نوموړی وایي دا بریدونه په هسکه مینه ولسوالیو کې د وړمې شپې د وژل شویو افغان سرتېرو د غچ اخیستنې او سیمه کې د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه شوي دي او لاهم دوام لري.

بل لورته وسله والو طالبانو بیا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې ۱۹ افغان سرتیري وژل شوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب