جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد امریکا دفاع وزارت: تېر کال مو ځواکونو په افغانستان کې ۲۰...

د امریکا دفاع وزارت: تېر کال مو ځواکونو په افغانستان کې ۲۰ تنه ولسي وګړي په سهوه کې وژلي

تاند ( پنجشنبه‌، د جوزا ۱۳ مه)   امریکا دفاع وزارت وایي، تېرکال امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د هوایي اوځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې شل تنه ولسي وګړي سهواً وژلي او پنځه نور ټپیان کړي دي.

پنټاګون د امریکا کانګرس ته په هغه راپور کې چې په ۲۰۲۰ کال کې یې د بهرنیو جګړو پر مهال د ولسي وګړو د وژل کېدو په اړه خپور کړی ویلي چې دوی په افغانستان کې شل تنه ملکي وګړي سهوآ وژلي دي.

په دغه راپور کې راغلي چې تېر کال يې ځواکونو په ټوله نړۍ سهواً ۲۳ تنه وژلي دي.

پنټاګون د امریکا د کانګرس په غوښتنه په جګړو کې د ملکیانو د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه له ۲۰۱۸ کال راهیسې دا راپور خپروي.

د ۲۰۲۰ کال په دغه راپور کې راغلي چې د ځواکونو په بریدونو کې یې یو تن په عراق او یو بل په سومالیا کې وژل شوي، خو د درېیم وژل شوي کس ځای نه دی په ډاګه شوی.

خو د ایر وارز په نوم یوه غیری دولتي ټولنه بیا د په بهرنیو جګړو کې د امریکايي پوځيانو له لوري د وژل شویو ملکي کسانو د وژل کېدو کچه لوړه ښيي.

دا ټولنه چې په هوایي بریدونو کې د ملکي قربانیانو ارقام خپروي، وایي چې د دوی موندنې په ډاګه کوي چې تېرکال په نړۍ کې د امریکا د پوځ په جګړو کې ۱۰۲ تنه وژل شوي چې دا د هغه څه چې پینتاګون یې ښيي پنځه برابره دی.

آیروارز ادارې دغه راز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر یوناما راپورته په اشاره ویلي چې تېر کال د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو له خوا ۸۹ ولسي وګړي وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان شوي دي.

ځینې خپاره شوي اسناد دا هم په ډاګه کوي چې کانګرس دغه راز په ۲۰۲۰ کال کې درې ملیون ډالره پنتاګون ته ځانګړې کړي چې د ملکي قربانیانو کورنیو ته یې د تاوان په توګه ورکړي، خو پنتاګون دا کار نه دی کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب