جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت: هلمند کې د القاعده شبکې د ۶ پاکستاني غړیو په...

دفاع وزارت: هلمند کې د القاعده شبکې د ۶ پاکستاني غړیو په ګډون ۱۴ طالبان ووژل شول

تاند ( پنجشنبه، د جوزا ۱۳ مه) د افغانستان ملي دفاع وزارت په هلمند ولایت کې د القاعده شبکې د ۶ پاکستاني غړیو په ګډون د ۱۴ تنو وسلوالو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ هوايي ځواکونو، د هلمند ولایت ناوې ولسوالي اړوند د القاعده او طالبانو په ګډو پټنځایونو بریدونه تر سره کړل.

خبرپاڼه وايي، د دغو بریدونو په ترڅ کې د «عباس» په مشرۍ د هند شبه قارې لپاره د القاعده شبکې ۶ پاکستاني غړي ووژل شول.

ملي دفاع وزارت خبرپاڼه زیاتوي چې یادو بریدونو کې همدا راز د طالبانو د سرې قطعې ۸ غړي ووژل شول او د دوی د یوه مخکښ قوماندان «ملا شفیق» په ګډون ۵ تنه نور ټپیان شول.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان لا هم د القاعده ډلې سره خپلې اړیکي ردوي خو افغان حکومت یې وخت نا وخت په جګړو او عملیاتو کې د یو ځای وژل کېدو راپورونه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب