تاند(پنجشنبه، د جوزا۱۳) ټاکل شوې ده چې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران نن (پنجشنبه) د چین د باندنیو چارو وزیر وانګ یي په کوربه توب د افغانستان پر سولې او پخلاینې خبرې وکړي.
وروسته له دې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د افغانستان د شل کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د اپریل په ۱۴ مه له دې هیواده د سپټمبر تر یوولسمې پورې د خپلو ټولو ځواکونو د ایستلو اعلان وکړ، چین د افغانستان په مسله کې لېوالتیا زیاته کړې ده.
افغانستان د چین لپاره له دوو نظرونو اهمیت لری. لومړی په افغانستان کې ناامني او د تروریستي ډلو پیاوړتیا د چین امنیت ګواښي او دوهم په امن افغانستان کې چین پانګونه کولی او د یو سړک او کمربند پروژه بشپړولی شي.
راپورونه وايي چې همدا اوس هم د چین د حکومت مخالف ایغور وسله وال کابل ته نژدې په لوګر او ځینو نورو ولایتونو کې فعال حضور لري.
د چینايي رسنیو او اکانومیک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دغه هیواد د باندنیو چارو وزیر ښاغلی وانګ به نن د چین، افغانستان او پاکستان د درې اړخیزې انلاین غونډې مشري وکړي.
وانګ یي، حنیف اتمر او شاه محمود قریشي به د افغانستان د سولې او پخلاینې د پروسې، عملي همکارۍ او تروریستي ضد او امنیتي همکاریو په اړه خپلې لیدتوګې تبادله کړي.
تېره میاشت چین د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د کوربه توب وړاندیز وکړ.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي تېره میاشت د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر او د پاکستان له باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره په ټېلفوني خبرو کې وویل چې هیواد یې هیله لري چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته ملګري ملتونه پراخ رول ولوبوي.
وانګ دا هم وویل چې د شانګهای د همکارۍ ټولنې اته غړي هیوادونه، چې پاکستان او هند یې هم غړیتوب لري، باید د افغانستان حالاتو ته نور پام واړوي.