جمعه, مې 17, 2024
Home+له هېواد سره مينه| جنرال دولت وزیري

له هېواد سره مينه| جنرال دولت وزیري

ځينې کسان هېواد د اوسېدو ځای ته وايي، دوی وايي، چې د کوم هېواد پاسپورت او تذکره ولري او هلته ژوند وکړي هغه ستا هېواد دی.

زه له دې تعريف سره هم نظره نه يم، ځکه چې، که یو څوک له یوه هېواد سره طبیعي اړیکې ونه لري، د هغه هېواد له دودونو او رسم و رواج څخه ناخبره وي، په فکري او اروايي پلوه يې په هغه هېواد پورې زړه نه وي تړلی، که دی په کې ژوند هم کوي، د ده اصلي هېواد نه ګڼل کېږي. دی ډول اوسېدو ته جبرې اوسېدل وايي.

په لويه بریتانیا کې کله چې څوک کومه فورمه ډکوي، په فورمه کې د خپل اصلي هېواد ليکل حتمي دي. که د یو چا کورنۍ له درېیو، څلورو او یا له دې هم له ډېرو نسلونو راهیسې په دغه هېواد کې اوسېدلی وي، بیا هم لویه بریتانیا د دوی اصلي هېواد نه شي کېدلای، که د ده غور نيکه، نيکه او پلار هم د دی هيواد اوسيدونکي وي، د ده په ګډون دلته زېږېدلی هم وي، بيا هم د دوی لپاره اصلي هېواد نه شي کېدلای.

پاسپورت او تذکره به هم لري، د پارلمان وکیل او يا وزير به هم وي، خو بریتانیا د ده لپاره اصلي نه بلکې دویم هېواد ګڼل کېږي.

په ډېر شمېر هندوان، پاکستانيان، بنګلدېشیان، تور پوستان او نور له کلونو کلونو له څو نسلونو راهیسې هلته اوسېږي، خو ډېرو يې خپل دود او دستور ساتلی دی او تل د خپل اصلي هېواد په هکله فکر کوي.

افغانانو خو بيا له دې هم پښه اړولې ده، په هېڅ صورت خپل مړي هلته نه پرېږدي او که هر څومره مشکل هم ولري، په خپل هېواد کې يې خاورو ته سپاري.

یو وخت په مسکو کې زما د کار ځای تر څنګ یو افغان سک دوکان درلوده. یوه ورځ يې ماته خوله په خبرو خلاصه کړه او د افغانستان په یادولو يې سترګې له اوښکو ډکې شوې او راته يې وویل:

زما کورنۍ نږدې دېرش کاله کېږي چې په ډهلي کې اوسېږي. د هغه ځای پاسپورت او تذکره هم لرو، کور، ښوونځي ته تګ او هر څه لرو، خو….

ما ورته وویل، چې ولې خو او څه مشکل لرې؟

ویل يې:

 وطن نه لرم، افغانستان نه لرم، کابل نه لرم کارته پروان او پغمان نه لرم او هغه غريبي چې زه تل ور پسې اوښکې تویوم نه لرم؛ ځکه اوښکې تویوم چې زه د افغانستان وم او افغانستان زما و، خو اوس سره بېل یو.

ويې ويل:

زه څنګه ونه ژاړم، یوه ورځ مې پلار راته وویل، چې زويه که زه مړ شوم او زما ايره دې په افغانستان کی خاورو ته ونه سپارله، ما نه يې بخښلی.

ده زیاته کړه:

موږ د خپلو مړو ايره په ګنګا کې اچوو، خو پلار مې خپله ایره په افغانستان کی خاورو ته سپاري، دا يې ستر ارمان و. اوس مې د خپل پلار ایره ساتلې ده که خدای وطن ته سوله راوستله، زه به د خپل پلار ایره په سرخرود کې خاورو ته سپارم.

دې ته وايي له وطن سره مینه، دې ته وايي اصلي وطن او دی ته وايي، هغه وطن چی ته يې خپل ګڼي. له هېواد سره مينه په انسانانو کې د خپل هېواد د ابادولو احساس را پاروي او زياتوي. په ساتلو يې سر ورکوي او په ابادولو کې يې خولې تویوي.

افغانانو خو له پخوا له خپل هيواد سره مینه در لودله، تل يې پر خپل وطن ځان قربان کړی دی. له لویو قدرتونو سره يې ډغرې وهلې دي، خو له بده مرغه له وطن سره مينې د دوی د احساس هغه برخه راپارولې ده، چې هغې ته قرباني وايي او د سر ورکول ورته وياړ دی. د دوی د احساس هغه برخه چې د هېواد ابادول او سمسورول دي، مړ دی.

یوازې د وطن لپاره سر ورکول بسنه نه کوي، بلکې وطن ابادول غواړي، سمسورول غواړي، وطن سولې ته اړتیا لري، وطن له نړیوالو سره سیال کېدل غواړي او وطن ټول عمر جګړې ته اړتیا نه لري.

د وطن دغه ارمان هغه وخت بشپړېدلی شي، چې د افغانانو د احساس هغه برخه چې ابادول او سمسورول دي، فعاله شي، تر څو له دې لارې خپل هېواد چې ګران افغانستان دی له سیالانو سره سیال کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب