جمعه, مې 17, 2024
Home+د اوبو یږ فضا ته وړل کېږي

د اوبو یږ فضا ته وړل کېږي

تاند- ټاکل شوې ده چې سپېس ایکس نن (پنجشنبه) د اوبو د یږانو په شمول د ازمېښت لپاره څو شیان فضا ته یوسي.

د اوبو یږان یا تاردیګریډ هغه مایکروسکوپي او اوبژوي دي چې په خورا سختو شرایطو کې ژوندي پاتې کېدای شي.

څېړونکي غواړي چې په فضا کې په سختو شرایطو کې د د غه حیوان د جینونو مقاومت معلوم کړي.

سپېس ایکس تېره میاشت (مې) ویلي و چې د جون په درېمه فضا ته د اوبو یږ یوړي.

په نړیوال فضايي تمځي کې څېړونکي هیله لري چې په فضا کې د اوبو د یږو په وسیله هغه جینونه وپېژني په نامساعدو شرایطو کې ژوندي پاتې کېدای شي یا ځان ته له سختو شرایطو سره سمون ورکولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب