جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeمقالېد پښتو ورځې په پار | مسلم داودزی

د پښتو ورځې په پار | مسلم داودزی

پښتو د سیاست، دولت، فرهنګ، ادب، جرګو، ښوونځي او پوهنتون ژبه ده، خو د علم ژبه نه ده، موږ د پښتو ویونکي اړ یو، چې د علم ژبه یې کړو، ځکه موږ تر هر څه علم ته ډېره اړتیا لرو، هېڅ ژبه یوازې د خپلو کلمو او جوړښتونو په کارونې سره علمي کېدای نه شي، بلکې هره ژبه بلې ته محتاجه ده، زموږ یو استاد و هغه ویل: (پښتو تشریفاتي ژبه نه ده، نو باید تشریفاتي کلمې پکې ونه کاروو، چې له طبیعي حالت یې وځي.) خو زه وایم: که غواړو چې ژبه مو علمي شي باید له طبیعي حالت ووځي: لکه د ډیپلوماسۍ د علم پر بنسټ مجبور یو چې په رسمي او ډیپلوماټیکو ځایونو کې تشریفاتي ژبه وکارو او کنه موږ به د ډیپلوماسۍ له ژبې سره نابلده پاتې شو او بیا به مجبور یو چې په ډیپلوماټیکي ځایونو کې د نورو ژبه وکاروو. نن رییس او مامور د ادارې د علم پر بنسټ مجبور دي چې له یوـ بل سره رسمي وغږېږي او که نه اداري اصول له منځه ځي او کارونه مختل کېږي. همداشان د قوانیونو برخه خپل ځان ته اصول لري، د متهم او مجرم د کلمو په توپیر چې قانون‌پوهان څومره پوهېږي نور خلک پرې هغومره نه پوهېږي، ځکه قانون‌پوهانو ته دا هره کلمه یو حقوقي تعریف لري، نو پر دې بنسټ یې توپیر هم ښه کولای شي. همدارنګه که تخنیکي او مسلکي برخې در ونیسئ نو د هغوی خپلې علمي ژبې ته اړتیا ده.

زه چې کوم ځای کار کوم هلته احصاییوي مسایل ډېر دي او د احصاییو لپاره د مقیاس لرل ډېر اړین دي، ما د پوهنتون په دوره کې او له هغې وروسته چې د مقیاس واحدونو په اړه په پښتو ژبپوهنیزو کتابونو کې څه لوستي له هغې پوهېږم چې په طبیعي پښتو کې د مقیاس واحدونه د ګوتو په شمېر دي او موږ د ډېرو شیانو د تول او اندازې لپاره دقیق واحدونه نه لرو. موږ وایو چې علمي ژبه باید دقیقه وي، ځکه په علم کې دقت اصل دی. څنګه به دقیقه شي چې موږ ورته د دقت واحد ونه لرو نو موږ اړ یو چې له نورو ژبو یو څه راواخلو او یا یې لاسي جوړ کړو. په احصاییه کې د مقیاس واحد لرل ډېر اړین دي، که د مقیاس واحد نه وي پکې ګډوډي پېښېږي، موږ ژبې ته یوازې د ژبې له زاویې کتلي د علمي کېدو له اړتیا مو ورته کتلي نه دي، ځکه نابشپړه پاتې زموږ یوه همکار ګیله کوله چې پر پښتو مو د احصاییو سېسټم راګډوډ کړ، ما ویل ولې؟ ویل یې: تاسو په پښتو کې د مقیاس واحد نه لرئ نو مفهوم پکې بشپړ رسېدلای نه شي. ده راته د احصاییوي کالنۍ[1] یوه برخه راوښودله وایي دا وګوره اوس دې ته تاسو څه واحد لرئ.

 خبره دا ده چې د دې مسایلو د حل لپاره څه کول پکار دي، ښه خو دا ده، چې د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټیټوټ د تکراري او نااړینو مسایلو د څېړلو پر ځاي د ژبې علمي او تخنیکي کېدو ته کار وکړي، د وزارتونو او ادارو د څېړنو او زده‌کړو مرکزونه په دې برخه کې ښه واقع کېدای شي، لکه د بهرنیو چارو وزارت، د بهرنیو چارو انسټیټوټ د ډیپلوماسۍ علمي ژبې باندې کار وکړي او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د څېړنو او زده‌کړو ریاست د احصاییو اړوند علمي ژبنیو اړتیاوو حل وڅېړي. همدا شان علمي مرکزونه هم کولای شي، چې د خپل تخصص اړوند ژبنیو اړتیاوو ته په خپلو څېړنو کې وخت ورکړي. تر دې ټولو ښه لار یې د متخصیصنو او ژبپوهانو ګډې کمېټې دي، چې په دې مرکزونو کې جوړې شي او د هر مسلک او علم اړوند اړتیاوې پوره کړي، چې د ګډوډۍ او خپل‌سرۍ مخه به هم ورسره ونیول شي.

[1] هغه خپرونه ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي اداره یې هر کال د احصاییوي معلوماتو په اړه خپروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب