Homeخبرونهپه تېرو دوو میاشتو کې یو نیم میلیون کمپیوټري تذکرې وېشل شوې

په تېرو دوو میاشتو کې یو نیم میلیون کمپیوټري تذکرې وېشل شوې

تاند — د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې مسؤلین وایي چې د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې ۱،۵ میلیون کمپیوټري تذکرې وېشل شوې دي.

دغه څرګندونې ددې ادارې رئیس احمد جاوید رسولي له ولسمشر غني سره په لیدنه کې کړي.

د ارګ په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي رسولي ولسمشر غني ته د یادې ادارې د کړنو، اجرأتو او ننګونو راپور وړاندې کړ او ویې ویل چې یوازې د روان کال په حمل او ثور میاشتو کې ۱،۵ میلیون کمپیوټري تذکرې وېشل شوي.

د نوموړي په خبره چې په مجموعي ډول د ۴،۵ میلیون نورو پراوونه بشپړ شوي هم دي.

د خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني په دې ناسته کې وویل چې د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې د ستونزو د حل په هکله پرمختګونه شوي، خو لا زیاتو اقداماتو ته اړتیا ده.

د ولسمشر اشرف غني په خبره، باید په افغانستان کې معلومات دیجیټلي شي، همداراز دې د معلوماتو او سروې څېړنه د بین المللي منل شویو معیارونو مطابق ترسره او ایجاد شوي سیستمونه دې په معیاري ډول پیاوړي شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...