شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهد مذاکراتي ټیم غړی: موقت مشارکتي حکومت د ټولو اړخونو په ګټه...

د مذاکراتي ټیم غړی: موقت مشارکتي حکومت د ټولو اړخونو په ګټه دی

تاند ( شنبه، د جوزا ۸مه ) د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړی حفیظ منصور وایي، طالبان لا هم د جګړو له لارې واک ته پر رسېدو ټینګار کوي.

حفیظ منصور په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي ، چې طالبانو د راتلونکې حکومت د څرنګوالي په اړه د دوی یو وړاندیز هم نه دی منلی خو ټینګار کوي، چې دوی د بشپړ اسلامي حکومت غوښتونکي دي.

نوموړی وایي طالبان په دې باور دي، چې  د جګړو له لارې باید واک ته ورسېږي او وروسته تر هغې په خپله خوښه حکومت جوړ کړي.

هغه زیاته کړې، مشارکتي حکومت جوړول د ټولو اړخونو په ګټه دی او طالبان باید په دې پوه شي چې د جګړو دوام او نظامي فشار دوی بریا ته نه شي رسولی.

د افغان حکومت مذاکراتي ټیم دا غړی داسې مهال موقت مشارکتي حکومت د جګړې د درولو غوره لار بولي، چې تېره ورځ ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ، چې د جګړې پر ځای په روغې جوړې فکر وکړي، نه د افغانانو پر وژنې.

نوموړي ویلي دا مهال په افغانستان کې د کورنیو تضادونو ټول دلایل له منځه تللي او د بهرنیو ځواکونو وتلو ته اندېښنه نه لري.

غني زیاته کړې ، د ده په ګډون سیمه او نړۍ افغانستان ته د هیلو او نوي فرصت په سترګه ګوري، هغه فرصت چې د ده په وینا یوازې فساد او د افغانانو بې اتفاقي یې پر وړاندې خنډ کیدای شي.

2 COMMENTS

  1. مضر خائينانه مشارکتی حکومت د امریکا چتل خائين پلان وو او دی ، افغان ملت ددی غلامانو وحشی دورو په مقابل کښی د افغانستان استقلال ، ازادی او اسلام لپاره جنګیدلی دی او اوس هم لګیا دی ، افغان ملت ددی ټولو غلامانو ( کمونیستانو ، ملایانو او طالبانو ) څخه نفرت لری او نه غواړی چی ددوی غلامی شعار لاندی د فریبی اسلامی حکومت بیا رامینځ ته شی بلکه لکه د پخوا په شان د افغان ملت خواست سره ملی حکومت !!!!!

  2. ملا قاموس کله لري. خصوصا په پاکستان کې تربیه شوی ملایان، چې د یوې خوا د خداې او رسول نارې وهې او له بلې خو د الله او قران له حکمونو نه کلکه سرغړونه، او د مظلومو خلکو وینه تویونه. ته له ملا برادر او دا نورو نرښځیانو نه وپښته چې د آی اس ای له اجازې پرته خوله خلاصولی شي. دهر تصمیم د نیولو لپاره اسلام اباد ته منډې وهي. دوی د غلامانو غلامان دي. بادران یې نه نصب لري او نه هویت. دوی دین د قدرت او پیسو لپاره استعمالوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب