افغانستان اوبو ته لاره نه لري. افغان سوداګر له نړۍ سره د تجارت لپاره مجبور دي، چې د پاكستان يا ايران له بندرونو كار واخلي. ګاونډي ملكونه د افغانستان له دې كمزورۍ ډېر ځله ناوړه ګټه پورته كوي. سره له دې چې حكومت مو له پاكستان سره د ترانزيت نوى تړون لاسليك كړى، چې له مخه يې زموږ لارۍ د پاكستان تر بندرونو او د هند تر پولو تګ راتګ كولاى شي او هم زموږ سوداګرو ته د كراچۍ او ګوادر له بندرونو د استفادې حق وركوي؛ خو دغه تړون د پاكستان له لوري عملاً له پامه غورځول شوى، زموږ د سوداګرو مالونه له څو مياشتو راهيسې په كراچۍ بندر كې پراته دي او د بارولو اجازه يې نه وركول كېږي. له بلې خوا ايران هم زموږ د شركتونو د تېلو ټانكرونه درولي دي او د حركت اجازه يې نه وركوي.
پوښتنه دا ده، چې ايا افغانستان په رښتيا هم دغومره اړ او بې وسه دى؟ د دنيا چارې په راكړه وركړه كېږي. كه موږ د ايران او پاكستان له بندرونو استفاده كوو، په بدل كې يې دوى ته د وركولو لپاره هېڅ نه لرو؟
افغانستان د منځنۍ اسيا له ملكونو سره د پاكستان د نښلولو يوازېنۍ مناسبه لاره ده. دغه هېوادونه د پاكستان د فابريكو د محصولاتو لپاره لوى بازار دى. همدا اوس د پاكستان باري موټر د افغانستان په خاوره دغو هېوادونو ته تګ راتګ كوي. پاكستان انرژۍ ته ضرورت لري، چې بايد يې له منځنۍ اسيا څخه تر لاسه كړي، دغه انرژي هم يوازې د افغانستان په خاوره پاكستان ته تېرېداى شي.
افغانستان د ايران او پاكستان لپاره خورا مناسب بازار دى. د دې هېوادونو اكثر استهلاكي توكي په افغانستان كې مصرفېږي. له بلې خوا د افغانستان لويې طبيعي زېرمې لكه د مسو او اوسپنې كانونه په نژدې راتلونكې كې راايستل كېږي. دغو اومه توكو ته د پاكستان او ايران فابريكې اړتيا لري. نو له افغانستان سره ښې تجارتي اړيكې لرل د ټولې سيمې په ګټه دي.
زموږ ګاونډيان پوهېږي، چې د اوږدمهال لپاره له موږ سره ښه روابط د دوى په ګټه دي؛ خو بيا هم د افغانستان پر وړاندې له خپل ممتاز موقعيت څخه د فشار د وسيلې په توګه كار اخلي. دوى د سيمه ايزې همكارۍ او متقابلو ګټو پر ځاى خپله لنډ مهاله ګټه غوره ګڼي.
افغانستان له دغو چلينجونو سره د مقابلې توان لري؛ خو حكومت مو له دې توانه كار نه اخلي. تجربو ښودلې ده، چې بالمثل عمل په اكثرو حالاتو كې ګټور تمامېږي. د حفيظ الله امين په واكمنۍ كې د پاكستان حكومت د افغان حكومت مخالفانو ته ځاى وركړى و، دوى يې روزل او د افغانستان په چارو كې يې لاسوهنه كوله. افغان حكومت هم بالمثل عمل ته لاس پورې كړ. داسې راډيو يې جوړه كړه، چې په پاكستان كې به اورېدل كېدله او خپل تبليغات به يې په كې كول، د پښتونستان د خپلواكۍ نارې يې پيل كړې او د پاكستاني بېلتون غوښتونكو ملاتړ يې وكړ. پاكستان وليدل، چې دا كارونه يې په زيان تمامېږي؛ نو د مذاكرې لاره يې خپله كړه. په پاى كې دې ته راضي شو، چې افغان مخالفان بېرته افغانستان ته وشړي او له خپلو مداخلو لاس په سر شي. البته وروسته د روسانو يرغل د دې موافقې د عملي كېدو امكان له منځه يووړ.
اوس هم افغانستان له دې تكتيكه كار اخيستلى شي. كه پاكستان خپله ژمنه نه پوره كوي، افغانستان هم كولاى شي، خپلې دروازې د دوى د لاريو پر مخ وتړي. كه ايران خپل تېل افغانستان ته نه پرېږدي، موږ هم كولاى شو، د ايران پر ټولو مالونو بنديز ولګوو. البته دلته د ولس بيدارۍ ته هم ضرورت شته، ولس بايد په داسې حالاتو كې ګډ او عمومي حركت وكړي. موږ هره ورځ زرګونه ټنه ايراني بسكېټ، جوس، مستې، مربا، پېروى، شيدې او نور شيان مصرفوو. كه يوه مياشت دغه شيان وانه خلو؛ نو ايران به مجبور شي، چې زموږ مشروع غوښتنې ومني.
افغانستان دا امكان هم لري، چې چين ته ځمكنۍ لاره جوړه كړي. كه دا كار وشي، د نورو ګاونډيو له محاصرې به تر يوه حده راخلاص شو. موږ ډېر شيان له چينه واردوو. له بلې خوا په چين كې ټيټې بيې افغانستان ته دغه چانس هم وركوي، چې د چين په بندرونو خپل مالونه وارد كړي. چين هم د منځنۍ اسيا بازارونو ته د رسېدو لېوال دى او له افغانستان سره ځمكنۍ لاره به يې دا ارمان پوره كاندي. كه افغانستان وغواړي، ممكن چين پخپله د دې لارې جوړولو ته ملا وتړي. كه څه هم د پامير غرونه به د دې لارې جوړول له خنډ سره مخ كړي؛ خو د چين پرمختللې تكنالوژۍ ته به دا كار نا ممكن نه وي.
زموږ اقتصاد پوهان او سياستوال به په ډېرو نورو لارو چارو خبر وي، چې د هغو په وسيله به افغانستان خپلې مشروع ګټې تر لاسه كړي او له دې انفعاله راوځي. دا د ټولو افغانانو ملي وجيبه ده، چې د خپل هېواد د ژغورنې لارې ولټوي. په كار خو دا ده، چې د افغانستان ټول اقتصاد پوهان سره راغونډ شي او دولت او سياستوالو ته د دې ستونزې د حل يوه طرح ته وړاندې كړي.
۲۰۱۱ جون
ډیر ښه ، کور مو ودان .