تاند (دوشنبه د جوزا ۳) ولسمشر محمد اشرف غني وايي امریکا مخ نه دی ګرځولی او له افغانستان سره یې همکاري دوام لري.
ښاغلي غني دا خبره د واشنګټن پُسټ ورځپاڼې ته کړې او زیاته کړې یې ده چې په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر ورسره خبرې کړې دي.
د نوموړي په وینا که طالبانو سوله ونه کړي، نه یوازې افغان پوځ، بلکې ټول افغان ولس به یې په مخ کې ودرېږي.
ولسمشر غني دغه راز زیاته کړې چې که وضعیت له کنټروله ووځي د امریکا کورنی امنیت به هم له ګواښ سره مخامخ شي.
بلې خوا یو شمېر امریکايي چارواکي له افغانستانه د سرتېرو په وتلو اندېښمن دي او وايي د دې احتمال شته چې په دغه هېواد کې کورنۍ جګړه رامنځ ته شي.
د سي ای اې د پخواني مشر جنرال ډېوېډ پټریوس په وینا طالبان د حکومت د شریکولو او له سوله ییزو لارو د ستونزو د حل پلان نه لري له همدې امله ددې احتمال شته چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه رامنځ ته شي.
هغه زیاته کړې چې د جګړې د دوام په صورت کې به امریکا د سرتېرو د ایستلو له پرېکړې تېره شي او په افغانستان کې به د جګړې د ختمولو لپاره اقدام وکړي.
نوموړي تمه ښودلې چې د سولې پروسه پایلې ولري او که داسې و نه شي نو امریکا به ډېره ژر پر خپلو پرېکړو پښېمانه شي.