جمعه, مې 17, 2024
Homeکلتورسینماد اکشی کمار دوه غبرګ فلمونه د هند د ازادي په ورځ...

د اکشی کمار دوه غبرګ فلمونه د هند د ازادي په ورځ نندارې ته وړاندې کیږي

تاند ( دوشنبه، د جوزا ۴ مه)  هندي رسنۍ وایي، د باليووډ سینما د پیاوړي اداکار اکشی کمار راتلونکي دوه فلمونه په یوه ورځ نندارې ته وړاندې کېږي.

دا دواړه (سوریاونشي) او (بیل باټم) د کمار هغه دوه فلمونه دي چې ډېر وخته یې د ثبت کارونه پای ته رسېدلي دي.

د دغو دوو فلمونو د نندارې لپاره یې مینووال له ډېر وخت راهیسې په تمه دي.

اکشی کمار تازه د دې فلمونو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي دي، چې د (سوریاونشي) او (بیل باټم) فلمونو پروډیوسران غواړي چې د هند د ازادۍ په ورځ دا فلمونه نندارې ته وړاندې کړي.

که څه هم د فلم جوړونکو له خوا په رسمي ډول څه نه دي ویل شوي، خو اکشی کمار ویلي چې دوی به ډېر ژر په دې اړه اعلان وکړي.

د معلوماتو له مخې، د یادو دواړو فلمونو جوړوونکي د فلم نندارې ته وړاندې کېدو لپاره په چمتووالي بوخت دي.

که څه هم اوس په هند کې د کورونا ویروس له کنټروله وتلی خو بیا هم ځینې اداکاران په هڅه کې دي څو په همدې حالاتو کې هم د فلمونو پر وړاندې کولو سره د خلکو روحیې بدلې کړي.

تر دې وړاندې سلمان خان د کوچني اختر په لومړئ ورځ د رادهی په نوم اکشن فلم نندارې ته وړاندې کړ چې خلکو ډېر خوښ کړ.
یاد فلم په هند کې یوازې په دوه ښارونو کې په ۳ سینماګانو کې خپور شو چې هغه هم بېرته بندې شوې.

هندي رسنۍ وایي، حالاتو ته په کتو سره به جوته شي چې د اکشی کمار دا فلمونه به په سینماګانو کې خپاره شي او که نه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب