پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+د ژمنو او کړنو ترمنځ اوږد واټن

د ژمنو او کړنو ترمنځ اوږد واټن

ليکنه ،عبدالوحيد وحيد

شک نشته چې افغانستان په تيرو دوو لسیزو کې د زده کړو، اقتصاد، دولتي بنسټونو او سرکونو جوړولو، امنیتي بنسټونو رغولو، نړيوالو اړيکو، معلوماتي ټيکنالوژي، د کرنې او مالداري او په نورو ډيرو برخو کې د پام وړ پرمختګ کړى دى. د خلکو د معلوماتو، د قضاوت او حق غوښتنې وړتیاو او د بيان د ازادي کچه نسبتاً تر بل هر وخت لوړه دی. حکومتي اړخ او خصوصي سکتور دواړه د پورته ذکر شويو پرمختګونو په ترلاسه کولو کې مهم او غوښن رول لري.

داهم واقعيت ده چې زمونږ په هیواد کې جګړې او  فساد دواړه زموږ د بدبختي لامل ګرزيدلې، د پرمختګونو مخه يې ډب کړي، زمونږ ملي غرور او زمونږ نړيوال اعتبار ته يې سخت زيان رسولى دى. که د پراخ مالي فساد په تړاو مونږ د مالیې د اوسني وزیر خبره مقياس وګرځوو، نو اوسطاً د کال دوه نيم مليارده ډالر يوازې د هيواد په ګمرکونو کې د دولتي خزاینو د بډاينې پرځاى د فاسدو چارواکو جيبونو ته لويږي. دا يوازې د عوائدو يوه سرچينه ده او اټکل يې هم بل چا نه، بلکې د ماليي وزير کړى دى چې په ګمرکاتو کې د فساد د مخنیوي دنده هم ور په غاړه ده او داسې ښکاري چې نوموړئ په فساد ککړ هم نه دى. ايا دا به ممکن وي چې په ګمرکاتو کې هره ورځ تر اته مليونه ډالره فساد تر شا د وزير تر سويې پورته مافیايي کړئ شتون ونلري؟

که مونږ د ولسمشر غني د ړندو مقلدينو خبره ومنو چې جګړه ختمول د ډيرو ابعادو، ژورو پيچلتياو او مختلفو رمزونو درلودلو او د سولې په هکله د مخالف لوري د مټکور دريز له امله د نوموړي د وس خبره نه ده، نو د فساد په وړاندي اړين ګامونه اوچتول او د دغې شومې پديدې په مخنیوي کې د پاتې راتلو پړه خو يقيناً په ارګ باندې اچولای شو. که ولسمشر سولې ته رغنده کاري ټيم او په واقعیتونو باندي ولاړه تګلاره نشي جوړولاى، نو د خپلې زنې لاندې فساد په مخنیوي کې خو چټک ګامونه پورته کولاى شي.

په رسنیو کې داسې ډير راپورونه شته چې تر ټولو لوړپوړي چارواکي د مالى سرچینو، پولي ذخائرو، عائداتي منابعو، بهر ته د غلا د پيسو د لېږد او نور هر ډول سيستماتيک فساد په دوسيو کې لاس لري، خو د فساد د مخنیوي په هکله په ننداره ايزه توګه يوازې هغه څوک نيول شوي دي چې د مافيايي کړيو برخه نه وي او  د لوړې کچې اړيکې ونلري.

د ارګ مېشتو لخوا په مختلفو نومونو او عنوانونو، د عالي شورا ګانو  په شکل د موازي ادارو جوړول، له دندو څخه د نسبتاً پاکو اشخاصو لري کول، په دوسيه جوړولو او ممنوع الخروج کولو باندې د لرې شويو چارواکو ګواښل، په دوو دريو مياشتو کې د وزيرانو او لوړ پوړو چارواکو لرې کول، له بهر څخه  راغوښتل شوي مجهول الهويت اشخاص په لوړو پوستونو باندي ګمارل ، له بدنامي وروسته سملاسي بهرته د داسې اشخاصو تيښته، د لوړ پوړ په پوستونو باندې د دوه تابعيته افرادو ګمارل او داسې نورې ډيرې کړنې د فساد د پراختیا او په نظام باندي د ولس د بې باوري ستر لاملونه او د ارګ ميشتو د بى کفایتي نښې دي.

ددې پرځاى چې د چارواکو د ګمارنې په مهال د هغوى د وړتیاو، تجربې، ملي تعهد، صداقت او پاکوالي په تړاو هراړخیز معلومات او ارزونې ترسره شي، يوازې سليقوي اړيکې پالل کيږي او يا هم معاملې صورت نيسي. په دغه شان حالاتو کې چارواکي هم د دندو له اشغال سره سم د فساد لړئ پيل کړي. جزوي استثنائات به شتون ولري او  په موجوده فاسده اداره کې هغه افراد انساني پريښتې ګڼم چې د فساد په روان ګرم بازار کې بيا هم د خپل ولس مظلوميت احساس کولاى شي او په خورا جدى توګه يې په خپلو ادارو کې د فساد مخه نيولي ده. هغه پخوانى د کابل د پاسپورت رئیس، چې نوم يي هم راڅخه هير شوى دى، سمت، ژبه او قوم يې هم نه پيژنم، خو زما لپاره د پاکي الګو وه. چې کله هم راته ياد شي، نو دعا ورته کوم. پاسپورټ ته مې مراجعه کړې وه،  په خپله مې وليده چې څنګه يې د کابل پاسپورټ په رياست کې د فساد مخه نيولې وه.

دلته روانه جګړه او فساد له يو بل سره تړلي يو د بل مُمٍد او مُولّد دي. که د جګړې په وړاندې پياوړي مبارزه وشي د فساد کچه هم راښکته کيږې او که د فساد په وړاندي اغيزمنه او هراړخيزه تګلاره غوره شي نو د جګړو ګراف هم ښکته راځي.

جګړو ته د پاى ټكى د ايښودو په موخه د حکومت هڅې نيمګړتياوې لري سليقوي دي. که جګړه ډير کږليچونه  لري نو د فساد په وړاندې د اغيزمنو ګامونو نه پورته کول او د پياوړي تګلارې نشتون په هيڅ ډول د توجیه او منلو وړ نه ده.

ښاغلئ ولسمشر! خدا را!

موږ مو دښمنان نه يو. د ملي حاکمیت څلئ مو ګڼو. د يوه مشروع ولسمشر په توګه مو منو. له نظام څخه حمايت خپله ديني او ملي دنده ګڼو. د ارزښتونو د دفاع او نظام د ګواښونو په تړاو درسره کلک دريږو، خو د ړندو مقلدينو او د پيو د مجنونانو د لاسونو په جعلي پړکا او د “هرڅه سم دي پاچا سلامت” په تقلبي خبرو مه غولېږئ.  ژمنې او کړنې مو سره يو کړئ. په دغه مظلوم او محکوم ملت, دغه د جګړو او فساد ځپلي هېواد باندي رحم وکړئ. د فيل په غوږ کې د خوبونو وخت نه ده. په تياره توپاني شپه کې د خطر زنګونو او د جرس غږ ته غوږ شئ! نظام ته جدي ګواښ شتون لري.

که مخالف اړخ سوله د ارګ نيول ګڼي، نه سوله کما حقه تعريفولاى شي او نه يې هم د تعبیرولو وړتيا لري، نو تاسو هم قسم کړى دى چې د واک له خوندیتوب پرته د سولي په متبادله لاره به خبره هم نکوئ، خو واورئ چې؛ که سوله غواړئ، نو د سولې ضمانت او د نظام د ساتلو ژمنو په ترلاسه کولو باندي تمرکز وکړئ او د واک قرباني ته تيار شئ. د پراخ مالي او اداري فساد کچه لوړه ده، لوږه، فقر، بيکاري، له هيواد څخه د ځوانانو تيښته او د پانګې وتل د جدي اندېښنې وړ خبره  او د هيواد امنيتي وضعیت ټکنى دى.

اوس مهال په څپانده او سمندر کې د نجات ساحل هم ښکاري او د سمندر توپاني څپې هم را روانې دي. له څپو سره د لوبې پرځاى د نجات د ساحل لوري ته وخوځيږئ. د طالبانو د سختو ځپلو، امنیتي ځواکونو ته د مخالفینو د وژلو ګواښ پريږدئ. که مجبوري هم ده خو دلته روانه جګړه د وياړونو نه ده. دواړه خواو ته د افغان بچيان وژل کېږي. د جګړو په ډګر کې عملاً د خپلو پوستو او ولسواليو د سقوط لاملونه په جدیت سره وڅيړئ. تاسو له خپل ملت سره په خورا اوږد واټن کې قرار لرئ. تاسو ته چاپلوسان مفسدين او ړانده مقلدين واقعيتونه نه په ګوته کوي او تاسو يې د اوريدو حوصله هم نلرئ. زه د هيواد امنيتي ځواکونو ته په خورا درنه سترګه ګورم. هغوى جګړه کولاى شي خو د مديريت په برخه کې ستونځې لري.

د ولسي باور ترلاسه کولو او له ملت سره د واټن کمولو لپاره د فساد پر وړاندې مبارزه جدي ونيسئ. د فساد په تور په ګمرکاتو، ښارواليو او څارنواليو د مامورينو له نيولو سربيره دغه سپيڅلي جګړه له خپل کور څخه پيل کړئ. تعهداتو ته ژمن پاتې شئ، ژمنې مو مه ماتوئ او له جنګسالارانو سره په ارزښتونو باندې د خپلو ګټو لپاره معاملې مکوئ. د فارياب اوسنى کړکېچ په ارزښتونو باندي ستاسو د بدو معاملو پايله ده چې د سيمې د استخباراتي ادارو په مرسته لا پيچلتيا مومي.

په درنښت، عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب