Homeخبرونهبغلان کې د طالبانو له زندانه ۸ نظامیان راخوشې شول

بغلان کې د طالبانو له زندانه ۸ نظامیان راخوشې شول

تاند (دوشنبه د جوزا ۳) د ملي دفاع وزارت وايي، بغلان ولایت کې د طالبانو یو زندان مات او اته تنه نظامیان ترې راخوشې شول.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې نن دوشنبه/ د جوزا ۳/ راغلي چې افغان کمانډویانو تېره شپه د بغلان جدید ولسوالۍ اړوند عمرخېل کلي کې د طالبانو په یوه زندان چاپه ووهله او ۸ نظامیان یې ترې راخوشې کړل.

د ملي دفاع وزارت تر دې وړاندې هم د طالبانو د زندانونو د ماتېدو او ترې د افغان سرتېرو د راخوشې کېدو ادعاوې کړي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

بغلان کې د طالبانو زندان پر داسې مهال ماتېږي، چې له څو اونیو راهیسې په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختو جګړو راپورونه ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...