پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+بنګله دېش په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې سرېلانکا مات کړ

بنګله دېش په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې سرېلانکا مات کړ

تاند ( دوشنبه، د جوزا ۳مه) د سرېلانکا او بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه بنګله دېش لوبډلې وګټله.

دغه لوبه د بنګله دیش په کوربه توب ترسره شوه.

پچه بنګله دېش وګټله او پخپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

بنګله دېش په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو يې ۲۵۷ منډې وکړې او سریلانکایي لوبډلې ته یې د ۲۵۸ منډو هدف وټاکه.

تمیم اقبال ۵۲، مشفیق الرحیم ۸۵ او محمودالله ۵۴ منډې وکړې .

سریلانکا ټاکل شوی هدف پوره نه شو کړای او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۲۲۴ منډې وکړې او لوبه یې د ۳۳ منډو په توپير بایلوده.

سرېلانکا لپاره ونیندو هسرنګا   ۷۴ او کوشل پریرا ۳۰ منډې وکړې.

د بنګله دیش له لوري په توپ اچونه کې مهدي حسن ۴، مستفیظ الرحمن ۳ او سیف الدین ۲ لوبغاړي وسوځول.

د یادونې ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به دوهمه لوبه د سې شنبې په ورځ ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب