Homeخبرونهمکینزي، د افغانستان په اړه به دفاع وزیر ته سپارښتنې وکړي

مکینزي، د افغانستان په اړه به دفاع وزیر ته سپارښتنې وکړي

تاند(چهارشنبه، د ثور ۲۹) د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سینټکام عمومي قوماندان جنرال فرانک مکینزي وايي، د جون په لومړیو کې به دفاع وزیر لویډ اسټن ته خپلې سپارښتنې وړاندې کړي چې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته په دې هیواد کې د تروریستي ډلو پر ضد څرنګه جګړه وکړي او یا یې وڅاري.

جنرال میکنزي وویل، د افغانستان له ګاونډیو سره د اډو او له هغه ځایه په افغانستان کې د څارنې د عملیاتو لپاره د الوتنې په اړه خبرې روانې دي.

ده په عین حال کې وویل چې د افغانستان له ګاونډیو سره د اډو او د څارونکو عملیاتو په اړه خبرې وخت ته اړتیا لري.

جنرال مکینزي زیاته کړه، د امریکا متحد ایالتونو به د ترهګرو د ګواښونو د څارنې ترڅنګ د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته د دوو خواوو له امنیتي تړون سره سم دوام ورکړي.

ده دا وخت د افغان امنیتي ځواکونو لپاره د ازمېښت او خطر وخت وباله.

په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو (سینټکام) عمومي قوماندانو د اسوشیتید پریس خبري اژانس او اې بي سي نیوز له خبریالانو سره په خبرو کې په دې باب له څه ویلو ډډه وکړه چې د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن ته به د افغانستان په اړه څه سپارښتنې وکړي.

ده مخکې ویلي و چې که د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې امریکا اډه ونه لري دا به ګرانه وي چې د عربي خلیج له هیوادونو څخه افغانستان وڅارل شي ځکه چې له قطر څخه تر افغانستان پورې بې پېلوټه الوتکه له ۴ تر ۶ ساعته وخت ته اړتیا لري.

د امریکا ولسمشر جو بایډن پرېکړه کړې چې ټول امریکايي پوځیان باید د سپټمبر تر ۱۱ پورې له افغانستانه ووځي.

امریکايي پوځیانو خپلې ګڼې اډې افغان ځواکونو ته سپارلي او د سلګونو الوتکو وسایل یې ایستلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...