جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهټاکل شوې نن په کابل کې د کورنیو تولیداتو لوی نندارتون پرانیستل...

ټاکل شوې نن په کابل کې د کورنیو تولیداتو لوی نندارتون پرانیستل شي

تاند ( پنجشنبه، د ثور ۳۰ مه)  د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وایي، ټاکل شوې نن په کابل کې د کورنیو تولیداتو لوی نندارتون پرانېستل شي.

د دغه وزارت ویاند فواد احمدي وایي، یاد نندارتون کې به شاخوا ۶۰ قلمه کورني تولیدات نندارې ته کېښودل شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دا نندارتون د صنعت او سوداګري وزارت له لوري جوړیږي او هغه تولیدات به په کې نندارې ته وړاندې شي چې دا مهال د افغانستان په صنعتي ښارګوټو کې تولیدیږي.

احمدي زیاتوي چې یاد نندارتون ته د هېواد له ټولو ولایتونو څخه صنعت کاران رابلل شوي څو خپل محصولات نندارې ته کیږدي.

د سرچینې په وینا، دغه نندارتون کې به په ۲۰۰ غرفو کې چې ۵۰ سلنه به یې د مېرمنو په واک کې وي، د افغانستان هغه کورني تولیدات چې افغانستان پرې دا مهال ځان بسیاینې ته نږدې شوی نندارې ته کېښودل شي.

دغه نندارتون چې موخه یې د کورنیو تولیداتو نندارې ته وړاندې کول او د سوداګرو محصولاتو ته بازارموندنه بلل شوې، درې ورځې به دوام وکړي.

د افغانستان د صنعت او سوداګري وزارت وایي، دا ډول نندارتونونه د هېواد د کورني تولیداتو د بازار موندنې لپاره ګټورې پایلې لري.

ورته مهال افغان سوداګر هم دا ډول نندارتونونه ګټور بولي او له اړوندو مسوولانو غواړي څو سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې په هېواد کې د کورنیو تولیداتو د تولید کچه لوړه شوې او د هېواد په مختلفو ولایتونو کې سترو تولیداتو فابریکو پر فعالیت پیل کړی دی.

وړمه ورځ هم په هرات ولایت کې درېیو سترو تولیدو فابریکو پر فعالیت پیل وکړ.

د معلوماتو له مخې، پر یادو درېیو تولیدي فابریکو لس میلیونه ډالر پانګوونه شوې ده.

په دغو فابریکو کې درمل، پنیر، بیسکویټ او د کیک ډولونه جوړېږي چې شاوخوا پنځه سوه کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب