جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeکالمونهيو څو د کار ځوانان په کار دي | نورالباري مل

يو څو د کار ځوانان په کار دي | نورالباري مل

ــــ د جاويد چودري د کالم د يوې برخې ازاده ژباړه او زياتونې ـــــ

په امريکا کې د “فوډ بېنک”په نامه يوه ټولنه ده. د دې ټولنې کارکوونکو وليدل چې هره ورځ په امريکا کې زرګونه ټنه خواړه بې‌ ځايه کېږي، خلګ رستورانتونو ته ځي، خواړه راغواړي، لږ خوري او پاتې يې ارتېلځي (کثافتدانۍ) ته اچوي او پر خپله لاره ځي. په پېنځ‌ستوريزو (فايو سټار) هوټلونو کې تر دې لا بد حال دی، هلته د معيار پر نوم هره ورځ زرګونه ټنه خواړه له خاور سره خاورې کېږي. دا نړيوال قانون دی چې په پېنځ‌ستوريزو هوټلونو کې چې پېرودونکي ته کوم خواړه وړاندې کېږي که پېرودونکی لاس هم نه وي ور وړی، پاتې‌ شوني به هرو مرو ارتېلځي (کثافتدانۍ) ته لوېږي.

د امريکا په پېنځ‌ستوريزو هوټلونو کې هره مياشت د سلګونه زره ډالرو په ارزښت خواړه د ارتېلځيو خوراک ګرځي، بلخوا په همدغې امريکې کې سلګونه زره وګړي د خوړو له کمښت سره لاس‌و‌ګرېوان دي. هر کال سلګونه داسې راپورونه خپرېږي چې له لوږې د خلګو د مړينې خبر ورکوي.

يو څو ځوانان چې په دغو دواړو حقيقتونو خبر شول نو فکر يې وکړ چې داسې يوه ټولنه جوړه کړي چې له هغو خلګو خواړه راټول کړي چې د خوړو له ډيروالي تر پزې دي او هغو ته يې ورکړي چې د وچې ډوډۍ په تمه يې د سترګو اوبه وچې شوي او د بدن رګونه يې له ورايه ښکاري. اند يې ښه و، دا ځوانان د عمل ډګر ته ښکته شول، او خپله ټولنه يې له دولت سره د “فوډ بېنک” په نامه ثبت کړه، پېنځ‌ستوريزو هوټلانو ته لاړل، د هوټلانو سمبالګران يې وپوهول “تاسې پر ځای د دې چې پاتې‌شونې خواړه ارتېځلي ته واچوئ موږ ته يې راکوئ” هوټلوالو هم داغه له خدايه غوښتل، دا په دې چې تر غټو ارتېلځيو پورې د پاتې‌شونو خوړو پر رسونه باندې هغوی هر کال سلګونه زره ډالر خرڅول، دستي يې ورسره ومنله.

اوس به نو د “فوډ بېنک” کارمندان پر ټاکلي وخت بېلابېلو هوټلونو ته تلل له هغه ځایه به يې د پاتې‌شونو خوړو کڅوړې خپل دفتر ته وړلې، هلته به يې خلاسولې، پاکولې، تودولې او بيرته به يې بسته بندي کولې او په موټرانو کې به يې هغو کليو او بانډو ته وړلې چې اوسېدونکي به يې پر يوه ګوله ډوډۍ پورې حېران ول. دې لړۍ دوام وموند د “فوډ بېنک” پوښښ مخ پر پراخېدو شو، د هوټلونو شمېر هم ورځ تر بلې زياتېدی، د خوړو د ترلاسه کوونکيو شمېر هم ګڼ شو، د ټولنې کارمندان ډېر شول، خدای‌پاره کسان هم ورسره يو ځای شول، ورو ورو دا ټولنه د غټو غټو څانګو او پخلنځيو څښتنه شوه. د دوی په څانګو کې د خوړو د ساتنې، تودونې، او بسته بندۍ ماشينان ځای پر ځای شول، خواړه به راتلل د ټولنې په يوه څانګه کې به پاکېدل، تودېدل، او بسته کېدل او وروسته به تر اړو کسانو پورې رسول کېدل، پاتې به په يخچالونو کې ساتل کېدل. د يوه سربېرن شمېر له مخې دا ټولنه هر کال درې لکه ټنه خواړه تر بېوزلو پورې رسوي.

دا د يوه “کافر” هېواد خبره ده، يو داسې هېواد چې د ۵۶ اسلامي هېوادونو ولس کرکه ترې لري، پر دې کرکې سربېره که موږ له دوی څخه دغه مفکوره واخلو او د کړن(عمل)جامې ور واغوندو، نو زما په اند زموږ ايمان ته به هېڅ زيان هم نه واړوي. زموږ په هېواد کې هم هره ورځ سلګونه زره ټنه خواړه بېځايه کېږي. موږ يوازې د روژې په مياشت کې د روژه‌ماتې او پېشلمي پر مهال څومره خواړه بېځايه کوو؟؟؟ که کومه اداره څېړنه ورباندې وکړي نو زه باور لرم چې وزن به يې تر زرګونه ټنه ډېر وي. زموږ په ريسټورانټونو، هوټلانو، مېلمستياوو، او نورو غونډو کې چې څومره رزق ضايع کېږي که يې څوک څېړنه وکړي نو ګوته په غاښ به پاتې شي، بلخوا له هره ښاره سل کيلومتره لېري په زرګونو داسې کورونه شته چې  پکې اوسېدونکي غوږونه د ډوډۍ د پخېدو د ‘ټک’ په ارمان دي.

سمه ده چې موږ د يوه وروسته پاتې هېواد بېوزله اوسېدونکي یوو، موږ د يوه نامنظم هېواد نامنظم وګړي يوو، موږ د “فوډ‌بېنک” غوندي ټولنې نه شو جوړولای. خو موږ د “فوډ بېنک” پر پېښو(تقليد) کوشنۍ “جرګګۍ” هر څنګه چې وي، جوړولای شو.

په هر ښار و ښارګوټي او هر کلي کې يو څو د کار ځوانان په کار دي چې واړه واړه “فوډ بېنکونه” جوړ کړي، کور پر کور وګرځي او خلګ وپوهوي چې تاسې د روژه ماتې لپاره ۵۰۰ افغانۍ مصرفوي که ۴۵۰ افغانۍ مصرف کړئ او پاتې ۵۰ افغانۍ موږ ته راکړئ، هېڅ اسمان نه چپه کېږي او ستاسې پر دسترخوان به هم هېڅ پام‌وړ تشه نه ووينئ.

کاش په هر ښار کي داسې د کار ځوانان را ولاړ شي او دغه پېنځوس پېنځوس افغانۍ، پاتې شوني خواړه او ډوډيانې راټولې کړي او تر هغو خلګو پورې ورسوي چې له خپلو کورنو يې د خيالونو تر چولو سترګي د ګاونډي له نعمتونو ډک دسترخوان ته نيولي وي.

زموږ د هېواد ګڼ‌شمېر وګړي د شنه ژمې، شنه يخونه تر شنه اسمان لاندې تېروي. هغوی چې نسبتاً ښه وي نو د باران په شپه يې په خونه کې د څڅوبي له لوښو لاره نه کېږي.

د کار ځوانانو! راشئ چې هر يو په خپل ښار او کلي کې (که نور نه وي يوازې د راتلونکي روژې د مياشتې لپاره) “فوډ‌بېنک” ته ورته ټولنې رامنځته کړو.

د کار ځوانانو! تاسې د بدخشان، جوزجان، بادغيس، فارياب او سرپل ولايتونو تر وروستيو طبيعي ناورينونو وروسته جوته کړه چې د امريکا د “فوډ بېنک” تر بنسټګرو هم لوړ همت او له هېوادنۍ مينې ډک نازک زړونه لرئ.

د کار ځوانانو! تر وروستيو طبعيي ناورينونو وروسته مو په زړونو کې د همدردۍ را ولاړ شوی احساس همداسې حساس وساتئ.که داسې وشي نو دا ناورينونه به په دې هېواد کې د يوه اوړونټکيTurning point رول ولوبوي، او د هېودوالو هېوادنۍ او اسلامي همدردي به د تل لپاره را ويښه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب