جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامریکا په افغانستان کې د بې درکه شوې امریکايۍ لپاره ۵ ملیون...

امریکا په افغانستان کې د بې درکه شوې امریکايۍ لپاره ۵ ملیون ډالره جایزه اعلان کړه

تاند(پنجشنبه، د ثور۳۰) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون (چهارشنبه) وویل، هر هغه چا ته چې په ۲۰۰۸ م کال په افغانستان کې د یوې یرغمل شوې امریکايي ښځې په اړه معلومات ورکړي، ۵ ملیون ډالره جایزه ورکوي.

د بشري مرستو کارکوونکې سیډني مایزل او د هغې موټرچلوونکی محمدهادي دیارلس کاله پخوا په کندهار کې برمته شول.

مایزل د کندهار د نجونو په یوه ښوونځي کې انګلیسي او خامک دوزي تدریسوله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، مایزیل او د هغې موټرچلوونکي به غالباً د برمته ګرو له لوري وژل شوي وي او ګومان کېږي چې په کندهار کې به ښخ شوي وي خو مړي یې نه دي موندل شوي.

د امریکا سفارت په دې اړه په خپور کړي پوسټر کې د مایزل، چې تر برمته کېدو وړاندې یې په کندهار کې درې کلونه تېر کړي، عکس خپور کړی او غوښتنه یې کړې چې «خپلې کورنۍ ته د هغې له ستنولو سره مرسته وکړئ.»

هیچا د مایزل د تښتولو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د امریکا حکومت همداراز د یوه امریکايي قراردادي مارک فریرچس د خلاصون هڅه کوي چې د ۲۰۲۰ په لومړیو کې په افغانستان کې بې درکه شو او باور کېږي چې د طالبانو حقاني شبکې به یرغمل کړی وي.

طالبانو د نوموړي برمته کېدا رد کړې ده. خو ویل کېږي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پر طالبانو فشار راوړي چې د هغه په اړه معلومات ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب