پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهد لغمان د دولت شاه ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولوېده

د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولوېده

تاند (پنجشنبه د ثور ۳۰) د لغمان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د دولت شاه ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې.

د چارواکو په خبره چې دغه ولسوالۍ له څو ورځو راهېسې تر محاصرې لاندې وه چې نن سهار ترې امنیتي ځواکونو شاتګ وکړ.

خو ځینو امنیتي سرچینو بیا ویلي چې د دولت شاه ولسوالۍ سرتيرو يوه اونۍ مقاومت وکړ، مګر د مرکز له خوا اکمال نه شول او نن سهار ۴۵ :۶ بجې په ولسوالۍ کې پاتې ژوندي سرتيري طالبانو ته تسليم شول او ولسوالي طالبانو ونيوله.

د لغمان د ولايتي شورا غړي وایي چې دغه ولایت ورځ تربلې د سقوط خوا ته نږدې کېږي.

د معلوماتو پر اساس په تېرو څلورويشت ساعتونو کې افغان سرتېرو له مقاومت پرته ۷ پوستې په الينګار ولسوالۍ کې طالبانو ته پرېښي دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...