جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeکلتورسینماد کټرینه کیف نوی راتلونکی فلم

د کټرینه کیف نوی راتلونکی فلم

تاند ( پنجشنبه، د ثور ۳۰ مه)  د بالیووډ مخکښه اداکاره کټرینه کیف هڅه کوي د سوپر سولجر په نوم نوی فلم چې مرکزي رول په کې خپله کیف لوبوي بازار ته وړاندې کیږي.

خو تازه هندي رسنیو خبر ورکړی چې کټرینه کیف د راتلونکي سوپر هیرو فلم (سوپر سولجر) ثبت یو ځل بیا د کورونا له امله پیل نه شو او راتلونکي کال ته پاتې شو.

د دې فلم جوړوونکی د باليووډ مشهور ډایریکټر علي عباس ظفر دی چې د کترینه کیف سره یې یو ځای جوړوي.

د معلوماتو له مخې، په لومړي ځل به په دې فلم کې يوه ښځینه هنرمنده ( کټرینه کیف ) د سوپر هیرو کردار ولوبوي.

سوپر سولجر فلم د علي عباس ظفر او کترینه کیف څلورم فلم دی، چې دواړه په کې ګډ کار کوي.

تر دې وړاندې علي عباس او کټرینه کیف په میری برادر کي دلهن، ټایګر زنده هی او بهارت فلمونو کې ګډ کار کړی دی.

د راپورونو له مخې، علي عباس ظفر غوښتل چې د دې فلم ثبت د ۲۰۲۱ کال د جنوري په میاشت کې پیل کړي، خو بیا د کورونا له امله پاتې شو.

اوس یو ځل بیا هندي رسنیو خبر ورکړی چې په هند کې د کورونا د دویمې څپې له امله د فلم ثبت وځنډېد او ویل کېږي چې اوس به په ۲۰۲۲ کال کې د دې فلم ثبت پیل شي.

سوپر سولجر فلم د نیټفلیکس له خوا جوړېږي چې په دوه برخو کې به خپور شي، خو سرچینې وایي، ثبت به یې تر هغې ځنډېدلی وي، تر څو حالات بېرته عادي نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې په هندوستان کې د کورونا دوهمې څپې یو انساني ناورین رامنځته کړی چې له کبله یې هره ورځ زرګونه کسان ژوند د لاسه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب