Homeخبرونههلمند کې ماین چاودنې ۱۱ ملکیان او غور کې وسله والو درې...

هلمند کې ماین چاودنې ۱۱ ملکیان او غور کې وسله والو درې مسافر وژلي

تاند (پنجشنبه د ثور ۳۰) د غور سیمه ییز چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د غور-هرات پر لویه لاره درې تنه مسافرین وژلي دي.

د غور د والي ویاند زلمي کریمي ویلي چې وسله والو طالبانو تېر مازدېګر د غور – هرات ترمنځ لارې په بند ماین سیمه کې دغه مسافر له موټرو ښکته کړي او د کورنیو په مخ کې یې په ډزو وژلي دي.

د نوموړي په خبره چې امنیتي ځواکونو دغه مړي د غور ولایتي روغتون ته انتقال کړي دي.

طالبانو بیا دا ادعا رد کړې ده.

نږدې درې اونۍ مخکې هم پنځه تنه مسافر د غور- کابل پر لاره د وسله والو له خوا وژل شوي و.

د یو بل خبر له مخې سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي چې هلمند کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۱۱ تنه وژلي دي.

دغه پېښه د هلمند د مرکز لښګرګاه ښار اړوند د بشران په سیمه کې د ولسي وګړو په سراچه موټر شوې ده.

ځايي امنیتي مسؤلین وايي، د ولسي وګړو سراچ موټر د نادعلي ولسوالۍ له ناقل آباد سیمې لښکرګاه ته په لار و، چې د بشران په سیمه کې پرې د سړک د غاړې خښ شوي ماین چاودنه کړې.

د امنیتي چارواکو په وینا په دغه پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي، چې ټول ولسي وګړي دي.

امنیتي چارواکي وايي، دغه ماین د طالبانو له خوا خښ شوی و خو طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...