تاند (پنجشنبه د ثور ۳۰) د ملي پارک په توګه د نورستان د ځنګلونو تر اعلان وروسته دغه ولایت د ګڼ شمېر سیلانیانو د ورتګ کوربه دی.
د نورستان والي وایي چې له کوچني اختر راهیسې په تیره یوه اونۍ کې خواوشا ٧٠٠٠ سیلانیان دغه ولایت ته د تفرېح لپاره ورغلي.
د حافظ عبدالقیوم په خبره، دوی هڅه کوي چې په نورستان کې د سیلانیانو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي، څو خلک د ورتګ پر مهال له ستونزو سره مخامخ نه شي.
د ښاغلي حافظ په وینا، اوسمهال په دې ولایت کې د ٢٣ کيلو متره سړک د پخولو او اتو هوټلونو د جوړولو چارې روانې دي او پاتې نور سړکونه به د اسیا پراختیایي بانک له خوا جوړ او افتتاح شي.
هغه وايي، سهولتونه فعلا ډیر محدود دي د نورستان انکشاف لپاره بیړني اقداماتو او امکاناتو جلبولو لپاره د ټولو مرکزي ادارتو سره به منظمې ناستې ترسره کړم. ان شاءالله
نورستان د هېواد یو ښکلی، غرنی ولایت دی، تازه هوا لري او غرونه او درې یې په شنو ونو پوښل شوي دي.
دا ولایت د طبیعي ښکلاو له اړخه د هېواد تر ټولو ښکلی او نه راسپړل شوی ولایت بلل کیږي.
تېر کال د افغان ولسمشر اشرف غني له خوا د نورستان ځنګلونه، د غزني د ناور ولاړې اوبه، د کندز امام صاحب او د تخار درقد ولسوالي د ملي پارک او ندي شویو سیمو په توګه ونومول شوې.
د نورستان والي وایي چې له کوچني اختر راهیسې په تیره یوه اونۍ کې خواوشا ٧٠٠٠ سیلانیان دغه ولایت ته د تفرېح لپاره ورغلي.